وروسته له هغه چې سپینې ماڼۍ خپلو ډیپلوماټانو ته له طالبانو سره د مخامخ خبرو واک ورکړ، ډېرو کسانو يې هرکلی وکړ.
د نیویارک ټایمز په راپور کې د امریکايي چارواکو په حواله راغلي، ښاغلي محمد اشرف غني په خصوصي ناستو کې څو ځلې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو اترو کې د افغان حکومت نه شاملېدل اندېښمنونکي یاد کړي دي.
سرچینه زیاتوي وروسته له هغه چې زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره ولیدل، ولسمشر غني په دې اړه د طالبانو له یوې اعلاميې خبر شو.
د دې امریکايي چارواکو په قول ولسمشر غني له زلمي خلیلزاد نه له طالبانو سره د کړي ملاقات جزییات وغوښتل، خو هغه ځواب نه دی ورکړی، له همدې امله ډاکټر غني په کابل کې امریکايي ځواکونو قومندان او د امریکا سفیر ته شکایت هم کړی دی.
نیویارک ټایمز لیکلي، ښاغلي غني څو ځلې په خصوصي مجلسونو کې د افغان حکومت د منزوی کېدو اندېښنه ښکاره کړې او پر دې يې ټينګار کړی چې د طالبانو او امریکایانو په خبرو اترو کې باید افغان حکومت دخیل وي.
امریکایي چارواکو ویلي ولسمشر غني په خصوصي مجلسونو کې پر دې اندېښمن دی، چې په دې پروسه کې د افغان حکومت پر نه ګډون د طالبانو ټینګار د هېواد رهبري په سختو حالاتو کې حاشيې ته شړي.
دې چارواکو له نوم اخیستو پرته ويلي، ولسمشر غني ټاکنو ته په نږدې وخت کې له خپل یو ملاتړي ناهیلی کېږي.
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي: «د افغانستان حکومت طالبانو ته وايي چې له موږ سره خبرې وکړئ، ځکه موږ د افغانستان د خلکو استازيتوب کوو، خو طالبان وايي چې تاسې د افغانستان د خلکو استازي نه یاست.»
په افغانستان کې د پاکستان سفیر ظاهر نصرالله خان بیا د زلمي خلیلزاد هڅې د سیاسي حل لپاره یو ګام بولي، هغه وویل: «موږ د ښاغلي خلیلزاد له ګمارنې هرکلی کوو او دا په ډاګه څرګندوي چې اوس د امریکا متحده ایالات پر یوې جامع سیاسي حللارې تمرکز کوي.»
د نیویارک ټایمز د راپور پر اساس تر اوسه د کابل او واشنګټن تر منځ د بې باورۍ پایلې نه دي په ډاګه شوې، خو وړاندې تر دې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او سپینې ماڼۍ تر منځ اړیکي خړ پړ شول، تر دې چې حامد کرزي امریکا پر دوه ګوني سیاست تورنه کړه.
دا په داسې حال کې دی چې پرون (چهارشنبه، د تلې ۲۵مه) د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا هم د افغان حکومت پر ګوښه توب نیوکه وکړه.
تر هغه وړاندې په کاپیسا کې یوې غونډې ته د ملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح هم وویل، چې ډاکټر غني د افغان حکومت له دخالت پرته د زلمي خلیلزاد او طالبانو پر خبرو اندېښمن دی.