ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو سره په لیدنه کې وايي چې طالبان خلک ښی او کیڼ خوا ته وژني او امریکا دمګړۍ حاضره نه د چې له دغې ډلې سره خبرې اترې وکړي.
هغه زیاته کړه چې د دغې شورا له غړو سره یې د طالبانو د ماتې په اړه خبرې اترې کړې دي.
هغه همدارنګه وايي چې له طالبانو سره به د خبرو اترو وخت به اوږدمهاله وي، خو اوس له دغې ډلې سره مذاکره شونې نه ده.
هغه طالبان یې د « بې ګناه افغان ماشومانو او ښځو» پر وژلو تورن کړل او د طالبانو پر ماتې له ټینګار سره وویل:«هغه څه چې نورو ترسره نه شوای کړل زه به یې پای ته ورسوم.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر کابل ښار خپل بریدونه زیات کړي دي؛ په یوې وروستۍ اوونۍ کې، د دغو بریدونو په پایله کې کابو ۱۵۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۲۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.