قومندان عليپور چې په «قومندان شمشیر» هم مشهور دی، د راپورونو له مخې نن سهار کابل ښار کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
د هغه د نیول کېدو په غبرګون کې لسګونو کسانو لاریون کړی او د امنیتي سرچینو په وینا لاریون پر تاوتریخوالي هم اوښتی دی.
د کابل امنیه قومندان سید مجمد روشندل طلوعنیوز ته وویل، چې لاریونوالو ځینو پوستو ته اورونه هم اچولي او پولیسو يې د تیت پرک کولو لپاره هوايي ډزې کړې دي.
قومندان عليپور درې کاله وړاندې میدان وردګو کې د طالبانو پر ضد وسلې ته لاس کړ، غور ته لاړ، دایکندې، بامیانو او په دې وروستیو کې د غزني د جګړې لپاره هم تللی و.
حکومتي سرچیني هغه پر ګڼو غیر قانوني کړنو تورن بولي او د نیولو لپاره يې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې هم په غور کې ځانګړو ځواکونو عملیات وکړل، خو بریالي نه شول.