د کابل پولیس د دې پخلی کوي چې نن چهارشنبې (د زمري ۲۴ مه) له غرمې وروسته د کابل په لوېدیځ کې یو ځانمرګی برید شوی دی.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د ۴:۱۰ دقیقو په شاوخوا کې د کابل د دشت برچي په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، دا چاودنه د موعود په نامه یوه روزنیز مرکز تهڅېرمه رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه په دغې چاودنه کې ۳۷ تنه وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپيان دي.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه ځانمرګي برید ۴۸ تنه مړي او ۶۷ تنه ټپيان د کابل روغتونونو ته راوړل شوي دي.