امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د د کندز ولایت اقتاش ولسوالۍ په کوربلاق سیمه کې د افغان ځواکونو هوايي برید په پایله کې ۲۲ طالب وسلهوال وژل شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خپره شوې خبرپاڼه کې نن(شنبې د تلې لومړۍ) راغلي دي چې په وژل شویو وسلهوالو کې د طالبانو وتلی قومندان، الله داد هم شامل دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې برید کې اته تنه نور وسلهوال ټپیان هم دي.
خبرپاڼې د وسلهوالو د یو شمېر وسلو له منځه وړو هم خبر ورکړی دی.
همداراز د یادې قول اردو په بله خبرپاڼه کې د په فاریاب ولایت کې د ۹ طالب وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکړی شوی دی.
خبرپاڼې ویلي دي چې په دې ولایت کې دوه تنه نور طالبان ټپیان دي.
د افغان ځواکونو دا عملیات د فاریاب ولایت دولت اباد ولسوالۍ په بخاري کلا او بازا کلا کلیو، د خواجه سبز پوش په ګل تپې او د کوهستان ولسوالۍ په بندر کې ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې د افغان ځواکونو دا هوايي بریدونه تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترسره شوي دي.