د کندز ولایت دشتې ارچې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نن(سېشنبې د غبرګولي۲۹مه) نښتې شوې دي.
د کندز ولایت د اریکو دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نښته تېره شپه د کندز ولایت د دشتې ارچې ولسوالۍ په بازار سیمه کې وسلوالو طالبانو دملي اردو او سیمهييزو پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.
د سیمهيیزو سرچینو د مالوماتو له مخې په دې نښتو کې د وسلهوالو طالبانو ۷ تنه وژل شوي او ۵ نور يې ټپيان دي.
همداراز په دغه نښته کې دوه د پوځ سرتېرو او دوو سیمهییزو پولیسو ژوند له لاسه ورکړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې نښتو کې دوه سرتیري او دوه پولیس ټپيان دي چې روغتیايي حالت يې ښه دی.
د یادونې وړ ده چې له اوربندوروسته په کندز کې دا لومړۍ ځل دی چې وسلهوال طالبان او افغان امنیتي ځواکونه یو د بل سره مخامخ کیږي.