Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې وځنډول شوې

ولسمشرۍ ماڼۍ د جمعې په ورځ (د تلې په ۲۷ مه) کندهار ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنو له ځنډېدو خبر ورکړ.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه وايي:«د کندهار د خلکو د غوښتنې او د ټاکنو کمېسیون د وړاندیز پر بنسټ، د ملي امنیت په فوق‎العاده شورا کې پرېکړه وشوه ترڅو په دغه ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې له یوې اوونۍ ځنډ سره ترسره شي.»

ټاکل شوې ده چې سبا (د تلې په ۲۸ مه) په هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې نیول کېږي چې د کندهار ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق تېره ورځ په یوه وسله‎وال برید کې ووژل شو.

د پنجشنبې په ورځ، چارواکو تایید کړه چې جنرال عبدالرازق د ډزو په پایله کې وژل شوی دی.

چارواکو زیاته کړه چې ډزې له هغې وروسته وشوې چې ښاغلی رازق په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره له یوې امنیتي ناستې بهر کېده.

دغه ډزې د کندهار د والي یوه ساتونکي له خوا شوي دي.

طالبانو د دغه برید پړه منلې ده.

کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې وځنډول شوې

د ولسمشر د ویاند مرستیال تاییدوي چې په کندهار ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې به تر یوې اوونۍ ځنډ وروسته ترسره شي.

شریک یي کړئ