د کورنیو چارو وزارت وايي د غزني له مالستانه يې له شاوخوا یوې اوونۍ وروسته، طالبان شاته ټيل وهلي او زیاتوي جاغوري کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
د دې وزارت ویاند نجیب دانش پخپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د مالستان په جګړه کې له امنیتي ځواکونو یو تن ټپي شوی خو لسګونه طالبان وژل شوي دي.
ښاغلي دانش زیاته کړې همدارنګه په جاغوري ولسوالۍ کې هم جګړه روانه ده، چې تر اوسه پکې له امنیتي ځواکونو یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
نجیب دانش په یادو دوو ولسوالیو کې د «سیمهییزې اردو» په نوم د خلکو د مسلح کولو خبر ورکوي او وايي چې په دوو ټولیو کې به ترتیب شي.
هغه زیاتوي چې دغه شپږسوه تنه به له روزنې او تجهیز وروسته پخپلو سیمو کې وګمارل شي.
د غزني په دې دوو خوندي ولسوالیو کې نږدې لس ورځې وړاندې جګړه پیل شوه، چې اوس يې د کنټرول لپاره لوی درستیز شریف یفتلي قومنده پر غاړه لري.