په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پلاوي دفتر یا یوناما(نن یکشنبې د زمري۲۹مه) د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ میرزا اولنګ درې وژنو په اړه خپل راپور خپور کړی.
د یاد بنسټ راپور ښیې چې طالبانو او داعش ډلې په میرزا اولنګ کې د ملکي کسانو په ګډون ۳۶ تنه وژلي دي.
د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي دي:«کابو نیمايي کسان د اګوسټ میاشتې په ۵وژل شوي دي چې د دولت مخالفو وسلهوالو ښځې او ماشومان جلا کړي او ملکي کسان او سیمهييز پاڅون کوونکي یې ۱۸ تنه وژلي دي، دوی یوه ښځه هم چې هڅه یې کوله وتښتې په ډزو وژلې ده.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لوی منشي استازی، تادامیچي یاماموتو ویلي دي:«زه د ملکي کسانو دا ویرهوونکي په نښه کول، او هغو کسانو چې له جګړې لاس په سر شوي وو، د نړیوالو حقوقو څخه سرغړونه ده، غندمه. د دې پېښې عاملان باید ځواب اوايي.»
دا بنسټ همداراز ټينګار کوي، دوی داسې کوم سند نه دی پیدا کړی چې سرونو پرېکول، برمته کول او یا د ښځو زورونه ښکاره کړي.
خبراپاڼه زیاتوي:«زموږ د بشري حقونو ډلې له خلکو او د پېښې له شاهدانو سره مرکې کړې کړي خو د جنسي زورونو په اړه چا څه نه دي ويلي.»
یوناما پر ډېرو څېړنو ټينګار کوي دا چې په میرزا اولنګ کې یو قوم په نښه شوی او که نه، ځکه چې په دې دره کې تر ډېره شیعیان اوسېږي.
د یوناما راپور د دولت له مخالفو وسلهوالو غوښتنه کوي چې د ملکي کسانو وژنه دې ودروي.