په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ (یونما) په دغه هېواد کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده او د جګړې له ښکېلو لوریو یې غوښتي دي چې جګړه ودروي او د سولې خبرې پيل کړي.
یونما زیاته کړې ده چې طالبان د روان کال اپریل په میاشت کې د ۲۰۸ ملکي تلفاتو مسوول وو، چې د ۲۰۱۹ کال د اپریل په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
د یونما د شمېرو پر بنسټ افغان امنیتي ځواکونه هم په اپرېل میاشت کې د مُلکیانو د مرګ ژوبلې د ۱۷۲ موردونو مسوول ګڼل شوی دی. چې د تېر کال له ورته مهال سره د ۳۸ سلنې زیاتوالی ښيي.
له دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم ویلي وو چې په افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو ته د یرغلي حالت غوره کولو لپاره د ولسمشر اشرف غني له حکم وروسته په هېواد کې جګړې یوځل بیا زور اخیستی دی.
طالبانو هم اعلان کړی چې د حکومت د هر ډول خوځښت ځواب به ورکړي.
په یوې وروستۍ اوونیو کې جګړې زور اخیستی. لکه څرنګه چې طالبانو په لغمان، پکتیا او غزني ولایتونو کې ځانمرګي بریدونه کړي دي.
د یونما په خبرپاڼه کې راغلي دي:«ملګري ملتونه د ملکي تلفاتو د زیاتوالي او نړیوال بشردوستانه قانون ته د ښکېلو اړخونو د نه درناوي له امله ژوره اندېښنه لري چې پر روغتیایي مرکزونو د وروستیو ټکان ورکوونکو بریدونو، روغتیایي کارکونکو ته د ګواښونو، د هوایی بریدونو د ترسره کولو پر مهال د احتیاطي اقداماتو د نه تر سره کولو او په ملکي مېشتو سیمو کې د چاودېدونکو توکو د لوړې کچې د کارولو پر مهال تر سترګو شوي دي.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډېبرا الینز په دې اړه وویل: «زه د جګړې د درېدلو غږ کوم او له ښکېلو خواوو غواړم چې د بشردوستانه قانون درناوی وکړي چې موخه یې د ملکي وګړو ساتنه ده.»
یونما وايي چې د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې ټولې پېښې مستند کړي دي:«یونما د طالبانو له خوا د ۱۵ روغتیايي کارکوونکو تښتونه او همدارنګه د روغتیايي کارکوونکو ګواښل او د افغان ملي امنیتي ځواکونو له خوا د روغتیايي تجهیزاتو مصادره یې مستند کړي دي.»