Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۲۰۰ بهرني وګړي د پناه غوښتنې په تړاو د حکومت د ځواب په تمه دي

په افغانستان کې د ځينو نورو هېوادونو وګړي ادعا کوي چې له کلونو راهیسې په دغه هېواد کې د پناه غوښتنه یې نه منل کېږي.

دغه پناه غوښتونکي وايي چې په افغانستان کې د پناه غوښتنې د نه قبولېدو له امله ښوونیزې او کاري زمینې هم پرې محدودې شوې دي.

له دې ډلې یو هم امیرحمزه علیمف دی او د اته کسیزې کورنۍ سرپرستي هم ور له غاړې ده.

هغه چې په خټه تاجکستانی دی، د خپل هېواد تابعیت یې پری‎ېښی او له شپږ ویشتو کلونو راهیسې افغانستان کې اوسېږي، خو په افغانستان کې یې د پناه غوښتنې اسناد لا هم نه دي منل شوي، ځکه نو دی اړ دی چې اوس بې هویته ژوند وکړي.

هغه په دې اړه وویل:«موږ دلته بې برخلیکه یوو. مخکې هم راتلو، دلته مو مراجعه کوله، یوازې ستاسو په وخت کې نه یوو راغلي، موږ راتلو مراجعه مو کوله چا نه ویل چې ته له ما څخه شکایت لرئ، ما د خپلو ستونزو په اړه وویل.»

تاج النسا د امیر حمزه مېرمن ده، هغه وايي دوی سیاسي پناه غوښتونکي دي، ځکه نو خپل هېواد ته هم نه شي ستنېدلی.

هغه وايي:«تر کله به یوه مور له خپلو ماشومانو څخه لیرې وي، د ماشومانو تیتوالی ډېر دی. لکله چې زما په یاد دي، له خپلو ماشومانو جلا یم، کله له دغو درې تنو او کله هم له هغو درې تنو په وطن کې.»

صدف بلوچ بیا افغانستان کې مېشته بله پناه غوښتونکې ده، چې د پاکستان له بلوچستانه راغلې ده.

صدف بلوچه هم په دې اړه وايي:«دلته ډېرې ستونزې دي. موږ غوښتل چې دلته د یوه وګړي په توګه واوسو.»

اخوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د هغو بهرنیو وګړو شمېر چې افغانستان کې یې تر دې دمه د تابعیت مسئله ګونګه پرته ده، ۲۰۰ کسان ښيي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند حفیظ احمد میاخېل په ډاګه کړه:«د دوی ستونزو ته د قانون له تصویب وروسته، د دغه قانون پر بنسټ په افغانستان کې د بهرنیو وګړو پناه غوښتنې ته ځواب ورکول کېږي.»

له دې سره د عدلیې وزارت وايي، حکومت کولی شي د بهرنیو وګړو د تابعیت غوښتنلیک د پناه ورکونې د نړیوال کنوانسیون له معیارونو سره سم ومني.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت څرګنده کړه:«د پناه غوښتونکو قانون د کډوالو وزارت له خوا د افغانستان اسلامي جمهوري عدلیې وزارت ته استول شوی او زموږ د سږني کال د تقنیني پلان د کار یوه برخه ده او انشاالله پای ته رسېږي.»

 دا مهال شپږ مېلیونه افغانانو له خپل هېواده بهر کې پناه اخیستې، خو داسې بهرنيان هم شته چې خپلو هېوادونو کې د ناسمو سیاسي شرایطو له کبله یې پلرني ټاټوبي پرېښي او اوس یې افغانستان ته ځولۍ غوړولې چې د خپلې خاورې تابعیت ورکړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، په هېواد کې د پناه غوښتونې قانون نشتون، په هېواد کې د بهرنیو وګړو د پناه غوښتونې په وړاندې د چوپتیا اصلي لامل بولي.

شریک یي کړئ