Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان د خبریالانو لپاره د خطرناکو هېوادونو په ډله کې

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي چې ویتنام، روسیه او افغانستان د خبریالانو لپاره د تر ټولو خطرناکو هېوادونه دي.

د یاد بنسټ د ۲۰۲۳ کال په وروستي راپور کې راغلي چې اسلامي امارت پر افغانستان تر بیا واکمنۍ وروسته، خپلواکې رسنۍ ځپي او خبریالان یې د «جاسوسۍ» په تور نیسي.

د بې پولې خبریالانو سازمان لیکلي دي:«د خبریالانو پر وړاندې د جاسوسۍ تورونه بل هغه مورد دی چې په افغانستان کې هم کارول کېږي. طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له بیا واکمنېدو راهیسې خپلواکې رسنۍ ځپي. هغوی په ۲۰۲۳ کال کې ۲۱ خبریالان بندیان کړي او دا مهال درې خبریالان په بند کې دي.»

اخوا یو شمېر خبریالان له سرپرست حکومته غواړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د رسنیو د ملاتړ ترڅنګ د رسنیو لپاره ځانګړی قانون جوړ کړي.
                   
خبریال احد تنها طلوع‌نیوز ته وویل:«موږ هیله لرو چې اسلامي امارت د اطلاع رسونې په برخه کې د خبریالانو لپاره د اطلاع رسونې قوانین تصویب کړي، څو وکړای شو اطلاعاتو ته ډېر لاسرسی پيدا کړو.»

بل پلو، د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه هم له سرپرست حکومته غواړي چې د خبریالانو ستونزې له قانوني لارو هوارې کړي.

 د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې رییس حجت‌الله مجددي وايي:«هر اقدام چې کوو باید له قانوني لارې یې وکړو چې موږ شکایتونو او رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون لرو، که‌چېرې دغه اقدامونه له دغې لارې کېږي، باور لرو چې د هېڅ مرجع له نیوکې سره به مخ نه‌شي.»

خو اسلامي امارت دغه راپور ردوي او وايي چې په افغانستان کې رسنۍ د اسلامي او قانوني ارزښتونو په رڼا کې پوره ازادي لري او فعالیت کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«له شک پرته چې په افغانستان کې رسنۍ خپل فعالیت لري او ازادې دي. د هغوی پر وړاندې هېڅ ګواښ او ستونزه نشته. په ځينو پېښو کې که‌چېرې زیان لیدلی، پېښه ده چې ځينې وختونه داعشیانو وېره رامنځته کړې؛ خو په ټول کې افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو امن ځای دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د خبریالانو نړۍوال فدراسیون د ۲۰۲۳ کال په وروستي راپور کې په اسیا کې د ۱۲ خبریالانو د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په دغو ۱۲ خبریالانو کې دوه یې د افغانستان وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه