Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نور او بریا ټلوېزیونونو فعالیتونه وځنډول شول

رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون نن (سې‌شنبې) ویلي چې په هېواد کې د نور او بریا ټلوېزیونونو فعالیتونه ځنډول شوي دي.

رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون د دغو ټلوېزیونونو د فعالیتونو د ځنډولو لامل د دغه کمېسیون سپارښتنو او د خبریالۍ اصولو ته نه‌ پاملرنه بللې ده.

د افغانستان د خبریالانو د ټولنې رییس حفیظ‌الله بارکزی په دې هکله وايي:«دواړه رسنۍ چې د نور راډيو ټلوېزیون او بریا ټلوېزیون دی، د کمېسیون د غړو د پرېکړې پر بنسټ چې له ټولنو، د ژورنالزم ټولنې او رسنیو استازیتوب کوي، د لنډې مودې لپاره وتړل شوې.»

د اطلاعات او کلتور وزارت په اند، د دغو رسنیو د امتیاز خاوندانو په مکرره توګه د نظام پر ضد تبلیغات کول.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غغران هم څرګندوي:«د اصولو په رڼا کې دا پرېکړه وکړه چې دغه رسنۍ دې باید محکمې ته معرفي شي او تر هغې چې محکمه پرېکړه کوي فعالیت یې باید وځنډول شي. دا د کمېسیون پرېکړه وه.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو نږدې درې کلونو کې، څه باندې لس چاپي، تصویري او غږیزې رسنیو په هېواد کې په فعالیت پېل کړی دی او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو پر بنسټ، په دغې موده کې د بېلابېلو لاملونو له امله څه باندې ۲۰۰ رسنیو خپل فعالیتونه درولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه