د فراه ولایت اوسېدونکي پهدې ولایت کې د یوازېني پارک د ونو د تخریب او پرې کولو په اړه اندېښنه لري.
باغپل پارک د فراه ښار په لوېدیځ کې موقعیت لري او د دې ولایت یوازینی پارک ګڼل کېږي. د دې ولایت اوسېدونکي او کورنۍ د رخصتیو په ورځو دې تفریحي ځای ته ورځي.
اوس د فراه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، په وروستیو میاشتو کې د دې پارک ډېری زینتي ونې د مسوولانو د بېپامۍ له امله وچې او یا هم د خلکو لهخوا پرې شوې دي.
د فراه اوسېدونکی ابرهیم وايي: «د تفریح یوازېنی ځای چې موږ درلوده، د چېدو په حال کې دی، یوې جدي پاملرنه ته اړتیا ده.»
ورته مهال د فراه د چاپېریال ساتنې اداره د دې پارک د ونو پرې کول مني، ژمنه کوي چې په یو کال کې به دا پارک بېرته ورغوي.
د چاپېریال ساتنې رییس فضل احمد عباد وايي: «پهدې صورت کې به په یوه یا یو نیم کال کې به د باغپل بڼ د تېرو کلونو په څېر زرغون شي او خلک به د تېر په څېر د تفریح او استراحت لپاره لاړ شي.»
د فراه د کرنیزو چارو امر عبدالغني عباد پهدې اړه وايي: «ځینې ځایونه تخریب شوي، البته چې مخکې ویجاړ شوي، ډېرې کمې ونې وچې شوي. د اسلامي امارت په راتګ سره پاملرنه ډېره شوې ده. درې یا څلور سولري سېسټمونه لرو.»
د فراه ولایت یو شمېر اوسېدونکي د فراه رود تر څنګ د ونو پرې کولو ته مخه کړې چې د دې ولایت د اوسېدونکو نیوکې یې راپارولې دي. د دوي په وینا، د ونو پرې کول چاپېریال ته په زیان رسولو سربېره، د سېلابونو پر مهال د لازیاتو ځمکو د ویجاړېدو لامل کېږي.
په دې اړه مو اندونه