Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نیمروز خبریالان: د ټولیزو رسنیو قانون دې نافذ شي

په نیمروز کې یو شمېر خبریالان او د رسنیو مسوولان د ټولیزو رسنیو د قانون نافذېدو او اطلاعاتو ته د لاسرسي غوښتنه کوي.

دوی چې د نیمروز ولایت مرکز په زرنج ښار کې له یو شمېر حکومتي مسوولانو سره ناسته درلوده، وايي، د قانون نشتوالي په‌دې ولایت کې د رسنیو پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.

په نیمروز کې یو خبریال بهرام حقمل وايي: «همکارۍ ته جدي اړتیا ده چې ټولنې سرچینې په تېره د حکومت چارواکي همکاري وکړي.»

په نیمروز کې یو بل خبریال شهاب تیموري زیاتوي: «باید ټول له خبریالانو سره همکار شو. خبریالانو ته باید سم اطلاعات په وخت ورکړل شي.»

دغه ناسته له حکومتي بنسټونو سره د خبریالانو او رسنیو د همغږۍ د ښه‌والي په موخه جوړه شوې وه.

په لویدیځ کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول شمیل احمد مشعل وايي: «د رسنیو فعالیت لپاره باید فضا پرانیستې واوسي او خبریالان او د رسنیو کارکوونکي باید له کومې ستونزې پرته کار او فعالیت وکړي.»

په همدې حال کې د نیمروز سیمه‌ییز مسوولان، په‌دې ولایت کې د خبریالانو پر وړاندې پرتو ستونزو ته د رسېدو او د رسنیو لپاره د لا ډیرو آسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ ورکوي.

د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رییس حبیب الله الهام وايي: «موږ ډاډ ورکوو چې د شته امکاناتو په درلودو سره له رسنیو سره همکاري کوو.»

اوس‌مهال په نیمروز کې درې انځوریزې او پنځه غږیزې رسنۍ فعالیت لري. په تېر یو نیم کال کې، په‌دې ولایت کې دوه سیمه‌ییزې راډیوګانې د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه