د بادغیس ولایت یو شمېر اوسېدونکي او د پوهنتون استادان د "تورهشیخ" په بندر کې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډ بازار د جوړېدو غوښتنه کوي.
د تورهشیخ بندر چې د بادغیس د مقر ولسوالۍ په څلوېښت کیلومټرۍ کې پروت دی، له ترکمنستان سره ګډه پوله لري.
په بادغیس کې د پوهنتون استاد عبدالرحیم عرفان وايي: «موږ له اړوندو چارواکو غواړو چې دې مسالې ته پاملرنه وکړي.»
په بادغیس کې د پوهنتون یو بل استاد عمران دانش زیاتوي: «په توره شیخ کې چې له ګاونډیو هېوادونو سره بادغیس نښلوي، د راکړې ورکړې بازار جوړول، ډېر ګټور تمامېدای شي.»
ورته مهال د دې ولایت اوسېدونکي وايي، د دغه ګډ بازار جوړېدل به د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ په وده او د کاري زمینو د برابرولو په برخه کې مثبت اغېز ولري.
د بادغیس اوسېدونکی خلیل احمد خلیلي وايي: «په بادغیس ولایت کې ورسره ډېرې اسانتیاوې رامنځته کېږي او احتمال شته چې صادرات او واردات هم هلته وشي.»
د اقتصادي چارو کارپوه فرید احمد غفوري وايي: «هم د سوداګریزو توکو د تبادلې، کار پیدا کولو په رامنځته کولو او همداراز د لارې په لنډولو کې هم اغېز لري.»
بلخوا د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، پهدې بندر کې یې د ګډ بازار د جوړېدو طرحه مرکز ته استولې ده.
د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیع الله متقي زیاتوي: «پهدې اړه د اسلامي امارت مشرتابه او ترکمنستان ته وړاندیزونه شوي چې یو ګډ بازار جوړ کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د بادغیس اوسېدونکي له سرپرت حکومت څخه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو غوښتونکي دي او هیله څرګندوي چې د دغه ګډ بازار په جوړېدو سره به پهدې ولایت کې د وزګارۍ کچه تر یوه بریده کمه شي.
په دې اړه مو اندونه