Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محمد طاهر زهیر: ټول دې د پخلاینې او سولې لار غوره کړي

په تېر حکومت کې د بامیانو والي طاهر زهیر چې تازه په سمنګان ولایت کې له اسلامي امارت سره یو ځای شوی دی؛ له ټولو اړخونو غواړي چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړی وایي، د اوسنیو شرایطو په درک کولو سره یې پرېکړه وکړه چې له سرپرست حکومت سره یو ځای شي او د هېواد له نورو سیاسیونو هم غواړي چې هېواد ته را وګرځي.

ښاغلي زهیر زیاتوي: «ټول هغه کسان چې تللي، راستانه دې شي او راځئ نورو ته د بد ویلو پر ځای د پخلاینې او سولې لاره غوره کړو.»

د سمنګان د استخباراتو رییس هاشم شفیق وايي: «له ډېره وخته مو دا هڅه کوله او د ولایت او استخباراتو عمومي ریاست مشرتابه ټینګار درلوده چې ښاغلی زهیر د سولې او پخلاینې له لارې راشي.»

د سمنګان سیمه‌ییز مسوولان هم جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه بولي او د ښوونې او روزنې له لارې د هېواد پر بیارغونه ټینګار کوي.

د سمنګان امنیې قومندان احمد الله بدر وايي: «د دې وخت رارسېدلی چې خپل هېواد قلم او کتاب په وسیله اباد کړو.»

د سمنګان د والي مرستیال داد خدا خادم وايي: «خپل هېواد ته دې راشي او په افغانستان کې دې ژوند وکړي.»

په سمنګان کې د ولسي خلکو شورا مرستیال محمد صدیقي زیاتوي:  «د علماوو، مخورو او مشرانو له لارې دې د سولې او پخلاینې لار غوره کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د پخواني حکومت یو شمېر سیاسیون چې له هېواده د بهر وتلي وو، له سیاسي شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون په مرسته بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه