Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تر ځمکې لاندې اوبو د کچې ټيټېدو په اړه د پروان سیندیزې حوزې خبرداری

د پروان سیندیزې حوزې ریاست په‌دې ولایت کې تر ځمکې لاندې اوبو کچې د ټيټېدو له امله خبرداری ورکوي.

د دې ادارې د مسوولانو په وینا، که تر ځمکې لاندې اوبو د ډېرې کارونې د مخنیوي په موخه تګلاره جوړه نه‌شي؛ دغه ولایت به د اوبو له جدي کمښت سره مخ شي.

د پروان د سیندیزې حوزې رییس په وینا، په وروستیو پنځو کلونو کې په‌دې ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچه نږدې ۱۵ مټره ټیټه تللې ده.

مجیب‌الرحمان حبیبي وايي: «تېرو پنځو کلونو ته چې نظر واچوو، له لسو تر پنځلس مټرو پورې اوبه ښکته تللي دي، که اوبه دغه ډول بې‌ځایه لګول کېږي، له دې سره به اوبه له شلو تر پنځه ویشت مټرو پورې ښکته لاړې شي. دا خلکو او پروان ولایت ته سخت زیان دی.»

ورته مهال، د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي، د وروستیو کلونو په لړ کې وچکالي او د ژورو څاه ګانو کېندنه په‌دې ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو اصلي لاملونه بولي.

د پروان اوسېدونکی غلام سرور صدیقي وايي: «خلک دې ته اړتیا لري چې حکومت په‌دې اړه یوه کړنچاره جوړه کړي، څو خلک له دې ستونزې خلاص شي.»

د پروان اوسېدونکی نجیب الله ذکي وايي: «په تېرو لسو کلونو کې کېندل شوې څاګانې وچې شوې دي، که دا وضعیت همداسې دوم ومومي، په رښتیا سره د اندېښنې وړ دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د چارو د کارپوهانو په باور، په هېواد کې د طبیعي اوبو د ذخیره کولو لپاره د زیرمتونونو جوړېدل، د اوبو د کمښت د بحران په مخنیوي کې ګټور ثابتیدلی شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه