Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولان: د کوکنار کرکېلې زیاتېدو په اړه راپورونه اندېښمنونکي دي

د پوځ لوی درستیز بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې وایي چې اسلامي امارت د روان کال په لړ کې په دغه ولایت کې د کوکنارو د کرکیلې زیاتېدو اړوند اندېښنه لري.

فصیح الدین فطرت د دغه ولایت له سیمه ییزو مسوولینو او ولسوالانو سره په ناسته کې ویلي، چې اسلامي امارت د روان کال په لړ کې په بدخشان کې د کوکنارو د کرکیلې د زیاتېدو اړوند اندېښمن دی.

د اسلامي امارت لوی درستیز، فصیح الدین فطرت و ویل: «دا ویل کیږي چې د کوکنار د کښت د مخنیوي وروسته په ټول هېواد کې کوکنار نه دي کرل شوي خو په بدخشان کې یې خلک په ازاده توګه کري چې اسلامي امارت ته یې اندېښنه پیدا کړې ده.»
د چارو ادارې مرستیال سیف الدین تایب و ویل: « مخکې دیني عالمانو و ویل چې د کوکنارو کرل حرام دي او د اسلامي امارت رهبر هم په دې اړه ډېر جدي دی او دا موضوع باید په جدي ډول وڅارل شي.»

د پوځ لوی درستیز د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي چې اسلامي امارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ژمن دی او هیڅ چا ته به په هیواد کې د دغو توکو د کرکیلې، تولید او قاچاق اجازه ورنکړل شي.

د اسلامي امارت لوی درستیز، فصیح الدین فطرت زیاته کړه: « زه تاسو ته د اسلامي امارت دریځ وایم، اسلامي امارت د مخدره توکو مخنیوي برخه کې جدي دی او په هر ډول چې کیږي د هغه مخنیوی کوي.»

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالحق اخند و ویل: «داسې و نشي چې یو کروندګر بل هېڅ ونشي کرلی حتا غنم هم نه.»

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۱ لمریز کال په وري میاشت کې د اسلامي امارت مشر د یوه فرمان په ترڅ کې، په ټول هیواد کې د نشه یي توکو کښت، تولید او قاچاق منع شو.

د پوځ لوی درستیز د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي چې اسلامي امارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ژمن دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه