Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بدخشان مسوولین: پر واټونو د نږدې ۸ زره ماشومانو سروې شوې

بدخشان کې د سرو زرو په کان کې په کار بوخت ماشومان، د سرپرست حکومت له لوري د دوی د کورنیو د اقتصادي ستونزو د حل غوښتنه کوي.

وزګاري، بې وزلي او د کورنیو سخت اقتصادي وضعیت د دی لامل شوی چې دغه ماشومان، ښوونځي ته د تلو او زده کړو د دوام پرځای، له لږو کاري امکاناتو سره په دغه کان کې کار وکړي او یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد ښار په اتمه ناحیه کې د سرو زرو کان کې ګڼ ماشومانو په کارونو بوخت دي.

د سرو زرو کان کاریګر احمد فواد و ویل: « درې څلور کاله کیږي چې ښوونځی مې پرېښی دی او په اتم ټولګي کې وم، اوس په دغه کان کې کار کوم او له دغه تونله تر پنځوسو مترو بند راکاږم.»

د کان بل ماشوم کریګر د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: «د کورنۍ وضعیت مې ډېر خراب و، په شپږم ټولګي کې مې ښوونځی پرښود او له پلار سره مې په ځمکو کې کار کاوه.»

د کان ځینې کاریګر ماشومان بیا وایي که د زده کړو زمینه ورته برابره شي، د هیواد په بیارغونه او پرمختګ کې به برخه واخلی.

کاریګر احمد صحاب و ویل: « دوه کاله کیږي چې په دغه کان کې کار کوم خو نه مې خوښیږي چې دلته کار وکړم.»

بل کاریګر په دې اړه داسې و ویل: « موږ له دولت غواړو چې د زده کړو زمینه راته برابره کړي او نور دلته کار بس کړو او زده کړې وکړې.»

د بدخشان د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین هم وایي چې اوس مهال په دغه ولایت کې شاوخوا اته زره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي، چې له دې ډلې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ څه باندې درې سوه ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د بدخشان د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ټولنیزو تامیناتو عمومي مدیر عبدالصبور فولادي و ویل: « د واټونو پر سر د ۷ تر ۸ زره ماشومانو سروې شوې ده او یوې موسسې هم تر ۳۰۰ ماشومان تر خپل پوښښ لاندې راوستي دي او هره ورځ د امنیه قوماندانۍ ته څېرمه جوړ شوي مرکز کې زده کړې ورکوي.»

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د بدخشان ځینو نورو اوسېدونکو له مسوولینو غوښتي وو څو په درنو کارونو د بوختو ماشومانو د کورنیو غړو لپاره د دایمي کار زمینه برابره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه