Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار زعفران او په چین کې نوی بازار

 یوه چینایي سوداګر د لومړي ځل لپاره د افغانستان زعفران چین ته صادروي. 

۳۷ کلن چينایي سوداګر محمد عمر عمري، چې له تېرو ۷ کلونو راهيسي په کندهار کې مېشت دی، وايي، د طلوع‌نیوز پر پرده د زعفرانو د کروندګرو د ستونزو له لېدلو وروسته يې، چين ته د کندهار د زعفرانو د لېږد هوډ کړی دی.

محمد عمر عمري زیاته کړه: « زه اوس له دوی سره د بیې ټاکلو په برخه کې په خبرو بوخت يم، چې څه پایلې ته رسيږو، ما د کندهار د کروندګرو ستونزې ستاسو په خبرونو کې واورېدلي، نو ځکه راغلم، چې چين غوندې يو هېواد، چې د زيات نفوس او اړتیا لرونکی دی زغفران واخلم»

په کندهار ولایت کې کروندګر هم خوښ دي، چې د طلوع‌نيوز د راپور خپرېدو په مرسته يې د حاصلاتو د پلور لپاره بازار پیدا شوی دی.

په کندهار کې د زعفرانو کروندګر، سیف الله وویل: « له دغو سوداګرو سره معرفي شوو، ډېر خوښ یو او له تاسو هم منندوی یو، ټول کندهاریان باید له تاسو منندوی اوسي.»

په کندهار کې د زعفرانو یو بل کروندګر، محمد عثمان هم په دې اړه وویل: « له چینایي سوداګرو سره مو لیدنه وکړه زموږ زعفران اخلي او موږ ډېر خوښ یو.» 

په همدې مهال د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وایي، د کندهار زعفرانو کیفیت لوړ او که يې د کروندګرو ملاتړ وشي، حاصلات به یې د نړۍ تر بېلابېلو بازارونو ورسيږي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال، عبدالباقي بنا په دې اړه وویل: « که چېرې له دغو کروندګرو څخه ملاتړ وشي نو انشاالله کندهار به ښایسته زعفران ولري.»

د کندهار د کرني او مالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې، دا مهال د دغه ولایت په مرکزي ولسوالیو کې پر ۵۰۰ جريبه ځمکه د زعفرانو کښتونه کېږي، چې د نشه يې توکو پر کښت له بندېز وروسته دغه کښت د پراختيا په حال کې دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه