Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بامیانو پر تاریخي اثارو د واورو او بارانونو ویجاړونکې اغېزې

بامیان کې ځینې فرهنګپالان، د اورښتونو او واورو له امله د ډېریو لرغونو اثارو له زیانمنېدو اندېښمن دي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي څو د لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې ځانګړې تابیاوې ونیسي.

د صلصال مجسمه چې یو له لرغونو اثارو ګڼل کېږي، ډېری برخې یې د واورې او اورښتونو له امله زیانمنې شوې دي.

په بامیان کې د فرهنګي چارو فعال، میثم نظري وویل: «د تاریخي ځایونو ساتنه تل یوه جدي اړتیا ده، چې د اوبو د کانالونو جوړول، پاکول او په هغو سیمو کې د واورو او بارانونو مخنیوی، چې زیاتې ویجاړې دي، د دغو ځایونو د ثبات لامل ګرځي.»

د پوهنتون استاد، هادي هدایت هم وویل: « که چېرې له دغو اثارو کافي ساتنه ونه‌شي نو ښایي چې د یونیسکو له لسته ووځي چې د ټول هېواد لپاره به یو منفي ګام وي.»

په بامیان کې د فرهنګي چارو یو بل فعال، عبدالولي سلیمي څرګنده کړه:« د بامیان د اوسېدونکو لپاره یوه اقتصادي سرچینه ده چې موږ هر کال د سلګونه ګرځندویانو شاهدان یو.»

خو د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي چې د روان کال په لړ کې یې د ضحاک ښار او غلغلې ځینې برخې رغولې دي، او راتلونکی کال کې د نورو لرغونو ځایونو د بیارغونې طرحه هم چمتو شوې ده.

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رییس، صفي الله رائد په دې اړه وویل: « یو پلان تر کار لاندې دی، چې سږ کال ژمي کې دغه تاریخي ځایونه ویجاړ نشي او هغو سیمو ته چې د واورې او باران له امله ویجاړې شوي یا له منځه وړل شوي، انشاالله رسېدنه کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د ډاډمن امنیت له امله، زرګونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د بامیان له طبیعي او لرغونو سیمو لیدنه کړې.

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شمېرو له مخې، سږکال څه باندې ۲۱ زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له لرغونو اثارو او سیمو لیدنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه