Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي نظام او خلکو پر سر معامله نه کوو

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال خوست کې یوې ولسي غونډې ته وایي چې اسلامي امارت به د رسمیت پيژندنې لپاره پر اسلامي نظام او د خلکو په حقونو معامله ونه‌کړي.

مولوی عبدالکبیر په دغه غونډه کې وايي چې سرپرست حکومت د نړۍ له هیوادونو سره د ناندریو غوښتونکی نه دی.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال، مولوي عبدالکبير زیاته کړه: «موږ نشو کولای چې د اسلامي نظام او اسلامي اصولو پر سر له چا سره معامله وکړو ځکه موږ دغه نظام لپاره قربانۍ ورکړي دي.»

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په بله برخه کې، اوسنی حکومت ټول ګډونه بولي او وایي چې اسلامي امارت به د ټولګډونه حکومت د جوړولو په نوم، پخوانیو سیاسي څېرو ته په حکومت کې د ګډون اجازه ورنکړي.

د اسلامي امارت دغه چارواکي ویلي: « دنیا هغه حکومت ته ټولګډونه وایي چې د بهرنیو مزدوران، چپاول ګران او غله دې حکومت کې ګډون ولري، نه اسلامي امارت دا زغملی شي او نه هم د افغانستان غیور ملت.»

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست بیا په دې غونډه کې د اسلامي نظام حاکمیت د اسلامي امارت مکلفیت ګڼي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست، محمد خالد حنفي وویل: « موږ دې ته مکلف نه یو چې کوم هېواد موږ په رسمیت پېژني یا نه، بلکې موږ دې ته مکلف یو چې اسلامي نظام په هغه ځای کې چې زموږ نظام حاکم دی نفوذ کړی که نه.»

په دې ناسته کې یو شمېر قومي مشران بیا له اسلامي امارته غواړي چې قومي جوړښتونه پياوړي او د قومونو ترمنځ د یووالي د ټینګښت هڅه وکړي.

په خوست کې قومي مشر، لایق منګل وویل: «  دغه نظام له مسوولینو غواړو چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي او په عمل کې یې ثابته کړي چې دغه نظام د خلکو لپاره جوړ شوی دی.»

په خوست کې یو بل قومي مشر، سلام خان کوچي په دې اړه وویل: « دلته له راغلو مېلمنو (د اسلامي امارت چارواکي) څخه مو هیله ده چې ښوونې او روزنې، سړکونو جوړولو او برېښنا ته پاملرنه وکړي او دغه راز زموږ خلک خیبر پښتونخوا ته هم تګ راتګ کوي په دغه برخه کې دې هم اسانتیاوې رامنځ ته کړي.»

تر دې وړاندې د سیمې او نړۍ ځينو هېوادونو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل، د بشر په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو تامین له اسلامي امارت سره د تعامل مهم شرطونه په ګوته کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه