Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دیني او عصري زده‌کړو پر اهمیت د عبدالباقي حقاني ټینګار

د ازموینې ملي ادارې عمومي رییس، عبدالباقي حقاني د هېواد د شمالي ولایتونو د دیني مدارسو څخه د فارغانو د ازموینې اخیستلو په مراسمو کې د دیني علومو سربېره، پر عصري زده‌کړو هم ټینګار کړی دی.

 عبدالباقي حقاني وایي چې اسلامي امارت به نړۍ ته دا ثابته کړي چې افغانستان یواځې د جګړې مرکز نه، بلکې د علم او پرمختګ مرکز هم دی.

د ازموینو ملي ادارې رییس، عبدالباقي حقاني زیاته کړه: «نړۍ ته مو د جهاد پیغام وسوه، اوس نړۍ د علم پیغام غواړي، افغانستان په هغه ډول چې د جهاد سرچینه ده د دیني او عصري علومو سرچینه هم ده.»

د بلخ سیمه‌ييز مسوولان او د دې ازموينې ګډونوال هم د ديني زده‌کړو تر څنګ عصري علوم د هېواد د پرمختګ او ودې لپاره ګټور بولي.

د بلخ پوهنتون رییس، محمد شریف عثماني وویل: « خلک دې په مسلکي ځایونو کې وګمارل شي له دې سره په ټولنه او هېواد کې پرمختګ راتلی شي.»

حزب الله چې له سرپل ولایته په دغه ازموینه کې ګډون کړی په دې اړه وایي: « یني عالم او د قرانکریم حافظ ته اړتیا لرو او انجینر ته هم اړتیا لرو زما په نظر په هېواد کې دواړو برخو کې پوه او لوستو کسانو ته اړتیا ده.»

د ازموینو ملي ادارې د مسوولینو په خبره، دغه ازموینه د ښځو او نجونو په ګډون د مدرسو د کوچنیو او لویو دورو له فارغانو اخیستل کیږي او د لوړو نمرو اخیستونکو ته به د دولسم او څوارلسم ټولګیو سندونه ورکړل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه