په امریکا کې د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغو مراسمو کې چې د نیویارک ایالت په څارنوالۍ کې جوړ شوي و، په امریکا کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني ته دغه اثار وسپارل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، د دغو اثارو لرغونتوب دویمې پېړۍ پورې اړوند دي، چې د افغانستان د تاریخ او کلتور د بډاینې ښکارندویې کوي.
تمه کېږي، چې دغه اثار به ډېر ژر د افغانستان ملي موزیم ته ولېږدول شي.
په دغو مراسمو کې رویا رحماني له ټولو هغو بنسټونو چې د دغو اثارو په کشف، ثبت او راګرځولو کې هڅه کړې وې مننه وکړه.