Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات موزیم ته د بهرنیو سېلانیانو ورتګ ډېر شوی دی

د هرات موزیم مسوولین وایي، چې وروستیو کې دغه موزیم ته د بهرنیو او کورنیو سېلانیانو ورتګ زیات شوی دی.

د شمېرو له مخې، وروستي یوه کال کې له دغه موزیم څوارلس زره کورنیو او بهرنیو سېلانیانو لیدنه کړې ده.

پرتګالۍ سېلانۍ، ایزابیلا کلادو د افغانستان تاریخي او لرغونو ابدو د لیدنې په موخه د هرات موزیم ته راغلې.

هغه چې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلی، دا تاریخي اثار بې مثاله بولي.

دغې اروپایي سیلانۍ، هرات ته له راتګ مخکې له بامیان او کابل څخه هم لیدنه کړې ده.
 
ایزابیلا کلادو د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل: « دا موزیم یو طبیعي تاریخ دی. موږ په دې شاوخوا کې د افغانستان تاریخ ولید. موږ د دې کلا په هغو لوړو برجونو او پلو لارو قدم وواهه. له خپله وخته مو دلته زیات خوند واخیست.»

افغان مېرمنې دغه موزیم ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي، خو بهرنیو ښځینه سیلانیانې بیا کولی شي د دغه موزیم له اثارو لیدنه وکړي.
 
په اختیارالدین کلا یا د هرات په ارګ کې د دغه موزیم ډېری تاریخي اثار د سامانیانو، غزنویانو، تیموریانو، سلجوقیانو او معاصرې دورې پورې پورې تړاو لري او څه د پاسه شپږ زره کاله تاریخي مخینه لري.

د هرات موزیم مدیر، عبدالجبار نورزي وویل: « د هرات موزیم په اختیارالدین کلا کې ده. په دغه موزیم کې ډېری تاریخي پاتې شونې له هجرته مخکې د سامانیانو، غزنویانو، تیموریانو، سلجوقیانو او معاصرو دورو پورې اړه لري.»

فرهنګي فعال، عبدالقیوم وزیري هم په دې اړه وویل: « د هرات موزیم څه د پاسه سل کاله وړاندې د غازي امان الله خان په وخت کې جوړ شوی دی. دغه موزیم له بېلابېلو دورو ۳زره تاریخي پاتې شونې لري.»

د هرات موزیم د مسوول په خبره، وروستیو دوو کلونو کې یې پنځه سوه تاریخي اثار له خلکو را ټول او موزیم ته یې لېږدولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه