Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات د پنځم منار د دوېیمې برخې د مرمت او استحکام چارې پیل شوې

د هرات پنځم منار چې له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې د دې وسپنې په مرسته ساتل کېږي.

خو له کلکولو وروسته، دا وسپنه لرې کړل شوې او منار په خپلو پښو درېدلی دی.

د دغه منار د مَرمت لومړۍ برخه د وروستیو دوو کلونو په موده کې پایته رسېدلې او د دویمې برخې چارې یې تازه پیل شوې دي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي ابداتو د ساتنې مدیر، رقیب الله رضواني و ویل: د هرات پنځمه مناره د ګوهرشاد بیګم مدرسې ته څېرمه ده چې دوه دیوالونه ورسره نښتي دي. چې اوس غواړي هغه دیوالونه بېرته را ژوندي کړي، را جوړ یې کړي او هغه میلې چې یې څنګ ته دي هغه لرې کړي چې ان شالله له کومې وسپنې او ستنې پرته پر خپل ځای ولاړ پاتې شي.

د تاریخي ابداتو د انجینرانو په خبره، د هرات پنځم منار، د څو میاشتو وړاندې زورورې زلزلې له امله جدي زیان لیدلی.

د مَرمت او کلکولو په دویم پړاو کې تمه ده، د دغه منار په څنګ کې دوې ستنې ودرول شي، څو یې د چپه کېدو او نړېدو مخه ونیول شي.

د هرات پنځم منار د مرمت پروژې انجینر، حمیدالله وهاب زاده و ویل: د ۲۵ مترو په اوږدوالي سره د منار دواړو خواو ته یو استنادي دیوال جوړیږي او دننه یې کېبلونه تېریږي او د منار دننه هم په حلقوي بڼه یوه وسپنیزه حلقه جوړیږي چې په همدې اوږدوالي سره تر اخره همداسې وسپنه وي چې له غورځېدو یې مخنیوی کوي.

د هرات پنځم منار د تېرو جګړو او طبیعي پېښو له امله جدي زیان لیدلی و او کابو دوه متره یې کوږ شوی و.

د دغه منار د نړېدو په اړه اندېښنې خورا زیاتې وې او بالاخره یې د آغا خان بنسټ له لوري د مرمت او کلکولو چارې پیل شوې.

لرغونپوه، صدیق میر هم په دې تړاو و ویل: ددې ډاډ شته چې دا منار نور نه را غورځي او بل هم داسې نه شي جوړېدای. دا منار د افغانانو د کلتور او تاریخ یوه نښه ده.

د هرات پنځم منار د دغه ولایت په مصلی مجمع او د ګوهرشاد بګیم زیارت ته څېرمه د څلورو نورو منارونو په څنګ کې دی.

دا تاریخي ابده د کوږوالي له امله، له تېرو دوو لسیزو راهیسې د وسپنیزو کېبلونو په وسیله ساتل کېده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه