بازار: کابل بازارونو کې د وچو او تازه مؤقتو مېوو جوړېدل
د عید ورځو په نېږدې کېدو سره د کابل بازارونو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده او مؤقت د مېوو بازارونه جوړیږي.
یو شمېر هېوادوال وايي چې دا بازارونه د یو شمېر زورواکو لخوا جوړیږي، خو د کابل ښاروالي زیاتوي چې دا بازارونه د دې بنسټ په همغږۍ رامنځته کېږي.
په دې خپرونه کې کوربنې زرمینې محمدي پر همدې موضوع د درېیمې ناحیې رئیس، همتالله امینزي سره خبرې کړې دي.
همداراز د مس عینک کان په افغانستان او سیمه کې د مس تر ټولو لوی کان دی چې اته کاله مخکې ددغه کان په ایستنه ام سي سي شرکت کار پیل کړ.
بله برخه کې پر دې موضوع د کانونو وزارت ویاند، عبدالقدیر مطفی سره خبرې شوې دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتوالي په چارو کې د دولت وزیر په وروستیو کلونو کې د چین د مرسته شویو وریجو ارزښت اوه ملیونه و پنځه سوه ززه ډالر بولي او د ده په باور له افغانستان سره د دغه هېواد د څلور زرو دوه سوو دوه څلویښت مرسته شویو وریجو نه تر اوسه څه باندې دوه سوو پنځوس ټنه یې په هېواد کې د بیلابیلو پېښو پر زیانمنو ویشل شوي دي.
همداراز پر دې موضوع د پېښو سره د مبارزې وزارت سلاکار، عزت الله صدیقي سره خبرې شوې دي.