ولسمشر غني نن سهار (چهارشنبې د وري ۴مه) نیمروز ولایت ته ولاړ او د کمال خان بند یې په رسمي توګه افتتاح کړ.
په نږدې لسو کلونو کې چې د دغه بند د جوړېدو د کارونو له پېله تېرېږي، پر دغه بند د دولت د مخالفو وسله والو له خوا په ځلونو برید شوی دی او د دغې پروژې څه باندې ۲۰ تنه ساتونکي او ځينې کارکوونکي وژل شوي دي.
د کمال خان بند ساتونکي وايي چې بالاخره د دغه بند له جوړېدو سره د هغوی او د هغوی د وژل شویو همسنګرانو هیلې پوره شوې.
د چارواکو په وینا، پر دغه بند کابو ۲۰۰ مېلیونه ډالره لګول شوي دي.
د کمال خان بند لومړني کارونه په ۱۳۴۵ لمریز کال کې پیل شول. په ۱۳۹۰ کال کې د لومړنۍ برخې ودانیز کارونه او په ۱۳۹۶ کال کې د درېیم یا وروستۍ برخې کارونه پيل شول.
د دغه بند د اوبو د زېرمه کولو کار د تېر کال د سلواغې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شول. د کمال خان بند د ۵۲ مېلیون مټرمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې کولای شي کابو ۱۷۴زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.
دغه بند همدارنګه د نهه میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري.