Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پلازمېنه کې د تېلو د بیې نسبي ټیټېدل

په تېره یوه اوونۍ کې په پلازمینه کې د پټرولو بیه له ۷۲ افغانیو ۶۴ افغانیو ته راښکته شوې ده.

د اسلامي امارت مسوولان د تېلو بیې د ټیټېدو لامل د سالنګ لویې لارې پرانیستل ګڼي او وایي چې د دغې لارې په لا ښه تنظیمېدو سره به د تېلو او نورو توکو بیې هم ټیټې شي.

ورته مهال د پلازمېنې یو شمېر موټر چلوونکي وايي، که څه هم له تېرو څو ورځو راهیسې د سون توکو په نرخونو کې کموالی راغلی خو بیا هم اوسنی نرخ د هغوی لپاره لوړ دی.

دغه چلوونکي وايي، د تېلو د لوړې بیې او ټیټ کیفیت له امله له ننګونو سره مخ دي او په هغه کچه ګټه نه‌کوي چې د دوی ستونزې حل کړي.

موټر چلوونکی عبدالولي وايي:«لوګی هم کوي او کیفیت یې هم ډېر ټیټ دی. موږ غواړو چې سم تېل وارد شي. که‌چېرې قیمت هم ورکوي یو سم شی وي.»

بل موټر چلوونکي محمد بصیر هم وویل:«له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې کیفیت یې هم په خپل کنټرول کې ولري او د هر څه بیه په ځانګړې توکه د تېلو بیه کنټرول کړي.»

له دې سره سم، اسلامي امارت وايي، د پلازمېنې په ګډون د هېواد بېلابېلو سیمو ته د نفتي توکو رسول د اسلامي امارت مسوولیت دی او مسوولان ژمن دي چې هېواد ته کیفیت لرونکي توکي وارد کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي، پر سالنګ لویې لار د سوداګریزو موټرو د تګ راتګ له نورمال کېدو سره به سون توکي نور هم ارزانه شي.

ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«موږ هڅه کوو هر ځای کې چې شونې وي، هم بیه ټیټه وي او ښارونو، ولایتونو او پلازمېنې ته توکي هم په پرېمانه کچه ورسېږي. همدرانګه کیفیت هم باید په پام کې ونیول شي. دا پالیسي ده او په دې برخه کې موږ خپلې وروستۍ هڅې کوو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیه عرضې او تقاضا ته په کتو د کابل ښاروالۍ له لوري ټاکل کېږي او د سوداګرۍ او پانګونې خونه په دغه بهیر کې د یوه غړي رول لوبوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس میرویس هوتک وویل:«د اړتیا وړ لومړنیو توکو د بیې تعیین او تثبیت د یوه ګډ کمېسیون له خوا چې مسوولیت یې د کابل ښاروالۍ په غاړه دی، عرضې او تقاضا ته په کتو سره تعینېږي چې په دغه کمېسیون کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې رول او ونډه د یوه غړي تر بریده دی.»

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالظهور مدبر هم وايي:«د دې ترڅنګ چې په اوسنیو شرایطو کې د هېواد د وارداتو کچه چې موږ تجربه کوو، البته د نفتو او تېلو واردات، اړتیا ده چې د هېواد له کانونو هم استفاده وشي. د بلګې په توګه د قشقرۍ د کان ایستل. او ورته مهال د دولت کره او جدي کنټرول هم کولای شي چې دننه په هېواد کې د تېلو کیفیت لوړ کړي.»

دوه ورځې مخکې، د سټنډرډ ملي ادارې د هېواد په بیلابیلو بندرونو کې له تثبیت وروسته د څه باندې ۴۰۰ زرو کم کیفیته نفتي توکو له بېرته ستنولو خبر ورکړی و.

په پلازمېنه کې د تېلو د بیې نسبي ټیټېدل

د پلازمېنې یو شمېر موټر چلوونکي وايي، که څه هم له تېرو څو ورځو راهیسې د سون توکو په نرخونو کې کموالی راغلی خو بیا هم اوسنی نرخ د هغوی لپاره لوړ دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه