Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان سوداګر میرویس عزیزي، هېواد کې ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه کوي

د هیواد سوداګر میرویس عزیزي هرات ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې په نږدې ورځو کې به په افغانستان کې د انرژۍ او وسپنې پټلۍ په برخه کې لس میلیارډ ډالره پانګونه کوي.

ښاغلي عزیزي ویلي، چې د دغې پانګونې موخه د هیواد اقتصادي وده او زرګونه ځوانانو ته د کاري زمینو برابرېدل دي.

د عزیزي بنسټ رییس میرویس عزیزي و ویل: «  زه په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې د لس میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کوم چې دا یوه ستره پانګونه ده چې تر دې دمه په هېڅ کچه په هېواد کې نه ده شوې.»

میرویس عزیزي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې، د زنده جان ولسوالۍ په سیاه آب کلي کې زلزله ځپلو ته یو جوړ کړی ښارګوټی هم ګټې اخیستنې ته وسپاره.

دغه ښارګوټی نږدې ۳۰۰ کورونه لري او پر جوړېدو یې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

د عزیزي بنسټ رییس میرویس عزیزي و ویل: «موږ  غوښتل چې دوی ته یو ستر باغ جوړ کړو چې هلته پکې پارک وي، پسرلي کې پکې تر شل زره میوه لرونکي نیالګي کېنوو چې دوه درې کاله وروسته یې میوه همدا کورنۍ وپلوري او دایمې عاید هم ولري.»

د هرات والي نور احمد اسلام جار په دې اړه و ویل: « نورو به یوازې د مرستو نمایش کوو، ما د جاپان سفیر او د ملګرو ملتونو استازو ته هم و ویل چې راځی موږ ستاسو خیمې شمېرو چې ایا تاسې ټوله په ګډه زموږ د یو افغان په کچه مرسته کړې ده او که نه.»

دا ښارګوټی په معیاري او اساسي توګه جوړ شوی دی چې ماشومانو ته د لوبو ځای، جومات، ښوونځی، روغتیايي مرکز او د اوبو رسولو سیستم ته پکې ځای ورکړل شوی دی.

د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی نثار احمد په دې اړه وایي: « موږ ته کورونه جوړ کړي، ښوونځی یې جوړ کړی، پارک یې جوړ کړی، جومات یې جوړ کړی.»

د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکي امیر څرګنده کړه: «موږ ډېر خوښ یو، ډېر یو ښه ښارګوټي یې زموږ لپاره جوړ کړی دی، څنګه چې د هغوی خپل او زموږ زړه غوښتل هماغسې یې جوړ کړی دی.»

دغه افغان سوداګر داسې مهال په هیواد کې د لس میلیارډ ډالري پانګونې خبر کوي چې په هیواد کې د وزګارۍ او اقتصادي ستونزو کچه خورا لوړه شوې ده.

د سرپرست حکومت چارواکي بهر کې له میشتو افغان سوداګرو غواړي چې افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې پانګونه وکړي.

د دوی په خبره، د امنیت ټینګېدو سره، په هیواد کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه