Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا: ۲۰۲۴ کال کې د بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره هڅې روانې دي

د اسلامي امارت مسوولان ویلي چې ټاکل شوې چې د بېلابېلو هېوادونو له هغې ډلې د ترکیې، روسیې، ایران، ازبیکستان او قزاقستان هېوادونو لوی شرکتونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته ویلي چې ځينې دغه هېوادونو په روان زیږدیز کال کې د کانونو، د انرژۍ د تولید او د اوبو د بندونو په برخو کې به پانګونه وکړي. 

ښاغلی مجاهد ټینګار کوي، چې د اسلامي امارت چارواکي په افغانستان کې له بهرنیو پانګوالو سره همکاري کوي.

د اسلامي امارت ویاند وویل:«تېر کال هم د بهرنۍ پانګونې د جلب په برخه کې ډېر کار شوی دی او سږکال هم زموږ هڅې روانې دي. د ترکیې، روسیې، ایران، ازبیکستان، قزاقستان هېوادونو او ټول هېوادونه هڅه کوي چې خپل شرکتونه افغانستان ته واستوي او پانګونه وکړي. د هغوی له ځینو سره د بحث په حال کې یوو او ځينې نور راغلي او کار یې پېل کړی دی.»

بل پلو، اقتصاد وزارت وايي چې د بهرنیو هېوادونو د پانګوالو ډېره پاملرنه د کرنې، سوداګرۍ، انرژۍ، د رېل پټلۍ او د بېخ بنایي پروژو په برخو کې جلب شوې ده.
  
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري څرګندوي:«ملي او نړۍوال پانګوال لېواله دي چې د کرنې، سوداګرۍ، انرژۍ، رېل پټلۍ، سړک او بېخ‌بنايي پروژو په برخو کې پانګونه کړي، او د پانګونې په حوزه کې موږ هره ورځ د بېلابېلو هېوادونو له پراخ هر کلي سره مخ یو.»

د کانونو او صنایعو خونه او د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان د بیخ بناوو په بېلابېلو برخو کې بهرنۍ پانګونه ګټوره ګڼي او زیاتوي چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه شته.
 
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان طلوع‌نیوز ته وايي:«تر ډېره زموږ کورني شرکتونه پانګونې ته حاضر دي او لوی بهرني شرکتونه هم لېواله دي او هغه هېوادونه چې غوره سیاسي تعاملات لري، غواړي چې پانګونه هم ولري. په هره کچه چې له نړۍ سره زموږ د سیاسي تعاملات ښه شي، افغانستان ته به پانګونې را ډېرې شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس میرویس هوتک هم څرګندوي:«د سوداګرۍ او پانګونې خونې پر محوریت د افغانستان خصوصي سکټور تل هڅه کړې چې په هېواد کې د پانګونې شرایطو برابرېدو ته په کتو، د امکاناتو تر کچې، له خپلو بهرنیو سیالانو سره په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو سره د بالغوه او بالفعلې پانګونې په برخه کې جوړونکې اړیکې لرلې دي.»
 
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یوه سوداګر میرویس عزیزي په هېواد کې د ۶ زره مېګاواټه برېښنا د تولید او د رېل پټلۍ د غځولو په برخه کې د ۱۰ مېلیارد ډالرو پانګونې خبر ورکړی دی.

د اسلامي امارت مسوولان وايي چې د افغانستان په بېخ‌بنايي برخو کې د بهرنیو پانګو د جلبولو لپاره د دوی هڅې د تېر کال پرتله زیاتې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه