Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: تېر زیږدیز کال کې له هند سره د ۷۷۹ میلیون ډالرو سوداګري شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان او هند ترمنځ د ۷۷۹ میلیونو ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده،

 د یاد وزارت د مسوولینو په خبره، په دغه کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۵۷۹ میلیونه ډالره صادرات او ۲۰۰ میلیونه ډالره واردات شوي دي.
 
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام آخندزاده جواد طلوع نیوز ته و ویل: « تېر ۲۰۲۳ کال  کې د هند او افغانستان ترمنځ د ۷۷۹ میلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې وه چې له ډلې ۵۷۹ میلیونه ډالره صادرات او ۲۰۰ میلیونه ډالر له هند څخه هېواد ته واردات شوي دي.»

بل پلو، د سوداګرۍ او پانګونې خونه هند د افغانستان د تازه مېوو او وچې مېوې د پلور لپاره ښه بازار ګڼي او د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پر زیاتوالي ټینګار کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي رییس خان جان الکوزي په دې اړه و ویل: « که د چابهار لاره کې هند مرسته وکړي او د هغوی کښتۍ له همدې لارې راشي موږ به هغه میوه چې اوس یې په لږه بیه پر پاکستان پلورو هند ته صادره کړو، خو کښتۍ نه راځي او موږ په سختۍ سره هند ته توکي لېږدوو.»

اخوا، د هېواد یو شمېر سوداګر وايي، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د ودې لپاره د هېواد د هوايي دهلېزونو د فعالولو په ګډون د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کېدو ته اړتیا ده.

سوداګر محبوب الله محمدي و ویل: «له هند سره د صادراتو هوکړو نه شتون، په بېلابېلو ګمرکونو کې د ټرانزیټي ستونزو شتون او د هوایي دهلیز نه شتون چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ برخې مهم فکټور و له هند سره یې د افغانستان سوداګري کمه کړې ده.»

بلخوا، د اسلامي امارت مسوولان ډاډ ورکوي چې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو او د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل په برخه کې هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز سره په خبرو کې و ویل: « موږ هڅه کوو چې دې برخه کې پرتې ستونز له منځه لاړې شي او زموږ سوداګر په اسانه توګه خپلې پیسې ولېږدولی شي ترڅو صادرات او واردات وکړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، وچه مېوه، تازه مېوه، انجې او زعفران هند ته د افغانستان صادراتي توکي دي او له دغه هېواده په وارېدونکو توکو کې بوره، درمل، پیاز او نور محصولات شامل دي.

د اسلامي امارت مسوولان ډاډ ورکوي چې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو او د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل په برخه کې هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه