Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: تېر کال مو له ترکمنستان سره ۴۸۱ مېلیون ډالره راکړه ورکړه لرلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې مو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ۴۸۱ مېلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه لرلې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي چې له دې منځه ۴۷۷ مېلیون ډالره یې واردات او پاتې نور یې صادرات دي.

ښاغلي جواد په دې هکله وویل:«په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ صادرات او واردات د ۴۸۱ مېلیون ډالرو په ارزښت و چې کابو درې مېلیون ډالر یې صادرات او ۴۷۷ مېلیون ډالر یې واردات دي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«یو شی چې پرې ډېر ټينګار کېږي دا دي چې ښايي په راتلوونکي کال کې د تېر کال پرتله ډېر صادرات ولرو چې د وارداتو او صادراتو ترمنځ انډول رامنځته شي.»

ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، ترکمنستان یو له هغو هېوادونو دی چې تل یې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې مثبت لید درلود.

د دې خونې یو غړی طلوع نیوز ته د ترکمنستان له لوري افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې برخه کې ستونزو ته په اشارې سره وايي چې له دې ننګونو سره سره د تورغونډۍ او آقینې بندرونه د افغانستان او ترکمنستان له مهمو بندرونو ګڼل کېږي، چې هره ورځ د دواړو هیوادونو سوداګریز او ټرانزیټي توکي ورباندې لیږدول کیږي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي:«ترکمنستان یو داسې هېواد دی چې هم د خزر له سیند سره لار لري او هم له مرکزي اسیا، قزاقستان او نورو هېوادونو سره یې اړیکې نږدې دي، کېدای شي چې له دې لارې ټرانزیټ وده وکړي او زموږ لپاره ښه وي.»

بل لور ته، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان ټینګار کوي چې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د صادراتو او وارداتو د توازن لپاره باید سرپرست حکومت د کورنیو تولیداتو د کمیت او کیفیت لوړولو ته زیاته پاملرنه وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالظهور مدبر په دې هکله وايي:«د صادراتو د کچې د زیاتوالي او د سوداګریز انډول د برابرولو لپاره، اړتیا ده چې ډېر تولیدات ولرو او جي‌ډي‌پي لوړ وي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، له ترکمنستانه افغانستان ته تر ټولو مهم واردېدونکي توکي برېښنا، تېل او ګاز دي.

دغه راز له افغانستانه ترکمنستان ته صادرېدونکي توکي بیا مرمر ډبرې، وچه مېوه، کچالو او غیر الکولي مشروبات دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي چې له دې منځه ۴۷۷ مېلیون ډالره یې واردات او پاتې نور یې صادرات شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه