Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تورخم دروازې پر بندښت د سوداګرو اندېښنې

ځینې سوداګر وایي چې د ټرانزیټي موټرو پر وړاندې د تورخم بندر د تړلو له امله په دغه لاره د افغانستان ډېری مېوې او سابه خراب شوي دي.

دوی له اسلامي امارته غواړي چې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې دغه ستونزې په بنسټیز ډول حل کړي.

سوداګر، مېروېس حاجي زاده طلوع نیوز ته وویل: « موږ د ټرانزیټ صادرات لرو، د قزاقستان او ازبکستان پیاز د افغانستان له لارې تورخم او له تورخمه پاکستانه ته صادر کیږي، له هغې خوا هم زموږ سوداګر رومي، بانجاڼ او نورې مېوې چې فصل یې وي او سبزي چې موږ یې صادرات او واردات لرو دواړو خواوو ته زموږ سوداګر زیانمن کیږي.»

یو بل سوداګر، اختر محمد احمدي هم وویل: « لسګونه لارۍ هغې خوا ته ولاړې دي او په سلګونه لارۍ دواړو خواوو ته درېدلي دي چې ډېری مېوې مو خرابې شوي.»

په تېر یوه کال کې له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې له لوړو او ژورو سره مخ شوې دي، څلور میاشتې وړاندې د تورخم لارې تړل کېدو او په کراچۍ بندر کې د افغانستان د توکو پاتې کېدو افغان سوداګرو ته څه باندې ۲۶ میلیونه زیان اړولی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د سوداګریزو موټرو پرمخ د تورخم د لارې په تړل کېدو سره په ورځ کې سوداګرو ته سل زره ډالره زیان رسېږي.

 د دغې خونې لومړی مرستیال وایي چې د پاکستان لنډمهالی حکومت له افغانستان سره په سوداګرۍ کې باید له نړۍوالو اصولو له مخې عمل وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال، محمد یونس مومند په دې اړه وویل: « هغه کاڼټینرونه چې په راچۍ  کې درېدلي دي، د اپتا او د ټرانزیټ نړۍوالو قراردادونو  په ګډون هېڅ یو قرارداد پر بنسټ نه دي درول شوي.»

بل خوا د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، که څه هم د دغې ستونزې د حل په موخه یې له پاکستاني لوري سره خبرې کړي خو تر دې مهاله یې کومه پایله نه ده ورکړې.

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې اجراییوي رییس، نقیب الله ساپی وایي: « هر څومره چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې زیاتې شي نو ګټې هم ګډې دي او دا یو مثبت اغېز لري او دواړو خواوو ته د خصوصي سکټور تر منځ اړیکې باید ډېرې شي.»

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې په تېر یو کال کې له پاکستان سره څه باندې دوه میلیارده او ۴۶۰ میلیونه ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه شوې، چې یو میلیارد او پنځه سوه میلیونه ډالر یې صادرات دي، خو د پاکستان له لوري محدودیتونه تل د سوداګرو لپاره یوه ننګوونکې مسئله ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه