Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اریانا به ډېر ژر له خوست څخه متحده عربي اماراتو ته خپلې الوتنې پېل کړي

د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام‌الدین احمدي وايي چې د اریانا هوايي شرکت به ډېر ژر له خوست څخه متحده عربي اماراتو ته خپلې الوتنې پېل کړي.

ښاغلی احمدي همدارنګه څرګندوي دغه وزارت هڅه کوي چې د هېواد ټول هوايي ډګرونه پر نړۍوالو معیارونو برابر کړي.

امام الدین احمدي وویل:«هڅه کېږي چې په نږدې راتلوونکي کې د خوښت له هوايي ډګره د متحده عربي اماراتو العین ښار ته الوتنې پېل شي او دا افغانانو ته اسانتیاوې رامنځته کوي.»

د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د معلوماتو پر بنسټ، پر هېواد د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د فلای دوبۍ، اېر العربیه، کېش، ماهان او تبان په ګډون ځينو نړۍوالو شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې بېرته پېل کړې دي.

د اقتصادي چارو شنوونکی سیر قریشي په دې هکله وايي:«ګرځندويي، نښلون او سوداګري اسانه کوي او یوه اقتصادي وده رامنځته کوي چې د کاري زمینې په رامنځته کېدو سره د ژوند سټنډرډونه ښه‌ کوي.»

د اقتصادي چارو بل شنوونکی میر شکیب میر هم څرګندوي:«په هره کچه چې دا الوتنې زیاتې شي او له افغانستانه د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد زمینه برابره کړي، په هماغه کچه په افغانستان کې پر اقتصادي ودې یې اغېزه مثبته ارزول کېږي.» 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، د نړۍوالو الوتنو زیاتوالی د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ په زیاتېدو کې مهم رول لوبوي او ټینګار کوي چې باید د نورو هېوادونو د ویزو د اخیستو په برخه کې هم لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه