Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تورخم بندر د باروړونکو موټر پر مخ پرانیستل شو

د تورخم بندر له ۱۱ ورځو تړلي پاتې کېدو وروسته نن سهار (سې‌شنبې د سلواغې په ۳مه) د باروړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي چې دم‌ګړۍ پر تورخم بندر، ټول سوداګریز او ټرانزیټي موټر په عادي توګه تګ راتګ کوي او د دې سربېره د غلام خان، ډنډ پټان او انګور اډې لارې هم د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې دي.

اخندزاده عبدالسلام جواد په دې هکله وویل:«ټرانزیټي ستونزه حل شوې او له پاکستان سره راکړه ورکړه او ټرانزیټ د تېر په څېر دوام لري.»

بل پلو، د کرنې او مالدارۍ خونې او سبزیجاتو اتحادیې ځيني مسوولان وايي چې په تېرو یوولسو ورځو کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډ بندرونه تړلي وو، ډېر زیانمن شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال اختر محمد احمدي طلوع‌نیوز ته وویل:«سوداګرو د دغو لسو ورځو په لړ کې چې بندر تړلی و او موتر درېدلي وو، ډېر زیان کړی دی. خدای دې وکړي چې په راتلوونکي کې داسې پېښه رامنځته نه‌شي.»

د سبزیجاتو اتحادیې رییس غلام حضرت څرګندوي:«موږ له تورخمه لیدنه وکړه، ۷۰۰ تر ۸۰۰ موټر چې په کې پياز بار وو، د ډېریو موټرو پیاز خراب شوي وو.»
 
ویل کېږي چې پاکستان یو ځل بیا افغان سوداګرو ته یوه میاشت وخت ټاکلی چې د سوداګریزو او ټرانزیټي موټرو د چلوونکو لپاره پاسپورټ او د دغه هېواد ویزه واخلي.

د تورخم بندر سربېره د غلام خان، ډنډ پټان او انګور اډې لارې هم د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه