Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امو سیند سیمه کې د تېلو ۲۴ نوې څاګانې کېندل کیږي

د افچین کمپنۍ رییس د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د آمو حوزې په سیمه کې به ۲۴ نوې څاګانې کېندي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو له مخې، یاد شرکت غواړي د څاګانو کېندنې ترڅنګ د تېلو د پروسس کاروخونه جوړه کړي او په روان زېږدیز کال کې د نفتو د ایستنې کچه ۶ زره ټنو ته پورته کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، په دغه کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د امو سیند له حوزې د نفتو د را ایستنې بهیر پر روڼتیا ټینګار کوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان و ویل: « په دغه لیدنه کې د نفتو د پروسس لپاره د یوې معیاري کارخونې پر جوړېدو ټینګار وشو، د کاریګرو د ګمارنې برخه کې هم خبرې وشوې چې باید افغان کاریګرانو او انجینرانو ته لومړیتوب ورکړ شي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه طلوع نیوز ته و ویل: « افغانستان د تېلو په برخه کې د ځان بسیاینې په لور روان دی او راتلونکو کلونو کې به موږ تېل او ګاز په خپله هېواد کې ولرو.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا د کانونو د را ایستنې کچې زیاتوالی په ځانګړې توګه د نفتو د کانونو را ایستنه د نفتي موادو له پلوه د هېواد د ملي عوایدو په زیاتوالي او د افغانستان پر ځان بسیاينې لپاره اغیزناک بولي.

د اقتصادي چارو شنونکي شاکر یعقوبي و ویل: « د نفتو د ایستنې بهیر نه یوازې دا چې په مستقم او غیر مستقیم ډول د کاري فرصتونو پیدا کولو سبب کیږي ملي عواید هم لوړوي چې دا بیا کولی شي د نفتي توکو له اړخه افغانستان ځان بسیاینې ته نږدې کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر داسې لیدلوری لري: « افغانستان یوه نا کارول شوې سیمه ده، نو هر اقتصادي خوځښت د بېلګې په ډول د نفتو ایستنه کولی شي په هېواد کې د روزګار فرصتونه رامنځته کړي او په ټوله کې د هېواد د اقتصاد په ګټه پای ومومي.»

د کانونو او صنایعو خونه هم وايي، د اقتصادي ودې لپاره اړتیا ده چې د کانونو په ځانګړې توګه د تېلو او ګازو د کانونو پروسس په کور دننه ترسره شي.

د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان په دې اړه و ویل: « د امو سیند په سیمه کې د نویو څاګانو ایستل به ګټور اقدام وي خو اړتیا ده چې د تصفیې او پروسس لپاره یې د هېواد د ننه کارخونې جوړې شي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو لمخې، د امو سیند په حوزه کې د ۲۴ نویو څاګانو له کېندنې سره به د نفتو د را ایستنې ورځنۍ کچه  ۲ زره ټنه نوره هم زیاته شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه