Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات د نفتي حوزې ۱۱ساحې به د استخراج په پار ډېر ژر په تړون ورکړل شي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور په کابل کې په یوه پروګرام کې ویلي چې په هرات کې به ډېر ژر د تېلو د ۱۱ بلاکونو د را ایستلو چارې خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي.

دغه موضوع د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د امو د نفتي حوزې د ۶۰ زره ټنه اومه توکو د را ایستلو د داوطلبۍ په پروګرام کې یاده کړه.

د یاد وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وایي چې افغانستان به تر راتلونکو درېیو کلونو به د تېلو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دغه پروګرام کې وویل:«د امو حوزې ۶۰زره ټنه رایستل شوي نفت یوه ورور اخیستي. منفي ۲۴ اعشاریه ۸۰ یعنې په یوې بشکه کې له نړۍوال نرخ څخه ۲۴ اعشاریه ۸۰ سلنه ټیټ اخیستي دي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاتوي چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به افغانستان د نفتو او ګازو د کورنیو سرچینو له پلوه د ځان بسیاینې ترڅنګ د نفتي مواد صادرونکی هېواد هم شي.

نوموړی زیاتوي:«په تېلو، پټرول، ډیزل، مبلایل او قیر کې به ان‌شاالله چې په ځان بسیا شو، د درې کلونو په لړ کې به دغو یادو شويو اقلامو کې په ځان بسیا کېږو.»

اوس مهال په نړۍوال بازار کې یو بېرل خام نفت په ۸۲ امریکايي ډالرو اخیستل کېږي او افغانستان د امو سیند د نفتو له حوزې د ورځې یو زر او سل ټنه خام نفت را وباسي.

ښاغلی دلاور زیاتوي چې د نویو را ایستل شویو اومه نفتو د پلور له لارې به کابو ۲۷ مېلیونه امریکايي ډالر د اسلامي امارت خزانې ته به ورشي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د ورکړ شویو معلوماتو له‌مخې، په روان زیږدیز کال کې د امو سیندیزې حوزه کې به د نفتو ۲۴ نور څاګان هم زیاتې شي او د را ایستنې کچه به هم په ورځ کې ۲ زره ټنو ته لوړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه