Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ورېښمو لار او د پاکې انرژۍ تولید

د ورېښمو لارې شرکت له اوبیزو او بادي سرچینو د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي چې، د یاد وزارت سرپرست د ورښمو لارې شرکت له مسوولینو سره په لیدنه کې له یاد شرکته په ملاتړ او همکاریو ټینګار کړی دی.

اوبه او بادونه د انرژۍ د تولید مهمې سرچینې دي او د لومړۍ نړۍ ډېری هېوادونه ډېره انرژي له همدې دوو سرچینو ترلاسه کوي.

افغانستان سره له دې چې، د اوبو او بادونو ډېرې سرچینې لري؛ خو بیا هم په دې برخو کې چندانې پانګونې نه دي شوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وویل: «د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ورېښمو لارې شرکت له مسوولینو سره په لیدنه کې خپل هر اړخیزه ملاتړ غوښتنه کړې، د یادونې وړ ده چې دغه شرکت د قزاق-افغان پانګوالو ګډ شرکت دی.»

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي د افغانستان د ځانبساینې لپاره پر انرژۍ برخې پانګونې مهمې ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکي، محمد نبی افغان وویل: «په تېرو څه باندې دوه کلونو کې ډېری بهرني پانګوال افغانستان ته راغله او د کانونو، کرنې، اوبو او برېښنا په برخو کې یې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی، که چېري بندیزونه لېرې شي په لنډ وخت کې به په سیمه کې ځای ونیسو.»

تر دې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت هم د انرژۍ په برخه کې د پانګونو د جلب په موخه یوه کمېټه جوړه کړې وه چې په خبره یې لا تر اوسه پر انرژۍ شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالره پانګه جذب شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه