د ګمرکونو عمومي ریاست وايي، د صنعت د ملاتړ او پراختیا او صنعتکارانو ته د اسانتیاو رامنځته کولو په موخه یې د خامو موادو تعرفه کمه کړې ده.
د ګمرکونو د عمومي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې تر دې وړاندې د اومه توکو ګمرکي تعرفه له ۱ تر ۲ عشاریه ۵ سلنې پورې وه، خو له دې وروسته به له صنعتکارانو یوازې ۱ سلنه ګمرکي تعرفه اخیستل کېږي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « یوه ستونزه هم تعرفه وه چې له ۲ عشاریه ۵ سلنې ۱ سلنې ته کمه شوه او دغه راز معافیت رامنځته کیږی.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم ټینګار کوي، چې اوس مهال په هېواد کې څه باندې شپږ زره فابریکې فعالیت لري او ډېری یې خام مواد له نورو هېوادونو واردوي.
د دغې خونې لومړی مرستیال وایي د صنعت پراختیا لپاره باید د تعرفې کمولو ترڅنګ په دوامداره توګه د برېښنا رسولو په برخه کې هم پاملرنه وشي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال، محمد یونس مومند وایي: « د هېواد په ابادۍ کې صنعت مهم رول لري، نو لازمه ده چې د صنعت د پراختیا لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړو او د دې کار لپاره باید په بېخ بنایي پروژو کار وشي.»
په تېرو دوو نیمو کلونو کې د اسلامي امارت چارواکو بیا بیا د کورنیو تولیداتو د ملاتړ ژمنې کړي او دولتي بنسټونو ته یې هم له کورنیو تولیداتو د کارولو امر کړی دی.
په دې اړه مو اندونه