Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اقتصاد وزارت: د بنسټونو په تدارکاتي پړاونو کې دې زموږ استازی وبلل شي

اقتصاد وزارت له ټولو کورنیو او بهرنیو بنسټونو غوښتي چې په خپلو تدارکاتي چارو او پړاونو کې د یاد وزارت استازي ته د څارونکي په توګه بلنه ورکړي.

 دغه وزارت په یوه مکتوب کې ویلي، تر دې وړاندې بنسټونو په خپلسرې توګه د یاد وزارت د کړنلارې خلاف خپل تدارکاتي بهیر پر مخ وړ.

 د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال د دغه کار موخه د یادو بنسټونو په تدارکاتي بهیرونو کې د نه مداخلې او روڼتیا رامنځته کول ګڼي.

د دغه وزارت مسلکي مرستیال، عبدلطیف نظري وایي د بنسټونو په چارو کې د رونټیا په موخه یې دغې چارې ته مخه کړې ده.

 عبدالطیف نظري زیاته کړه: « د اقتصاد وزارت موخه د بنسټونو په چارو کې رونټیا ده، او موږ غواړو چې دقیقه څارنه وکړو او دا هېڅ کله هم د بنسټونو په چارو کې لاسوهنه نه ده.»

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي بیا وايي، د اقتصاد وزارت دغه چاره به په هېواد کې د کورنیو او بهرنیو بنسټونو د فعالیتونو د راکمېدو لامل شي.

اقتصاد پوه، سید مسعود طلوع نیوز ته په دې اړه وویل: « دغه ډول لاسوهنه په ځانګړې توګه د بهرنیو بنسټونو په چارو کې دا مسله پېچلې کوي ځکه په افغانستان کې سیاسي تعامل له لویې ننګونې سره مخ دی.»

د اقتصادي چارو شنونکي، احمد سیر قریشي هم وویل: « په داسې ډول چې د دې له ضایعه کېدو مخه ونیول شي او د طالبانو اسلامي امارت له لوري پرې څارنه کیږي، ښه کار دی او که دغه بهیر نیمګړتیاوې رامنځ ته کړي نو ستونزې ډېروي. »

اقتصاد وزارت وايي، د ۲۷۲ بهرنیو مؤسسو په ګډون ۲ زره او ۳۹۳ مؤسسې په دغه وزارت کې ثبت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه