Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جوزجان ولایت کې د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د چارو پېل

د جوزجان ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز چارې تېره ورځ (شنبې) په شپږو برخو کې پېل شوې.

د جوزجان ولایت د سندیزې حوزې چارواکي وايي چې د یاد کانال د چارو په بشپړېدو سره به، ۳۰۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د جوزجان سیندیزې حوزې رییس سعدالدین سلیمي وویل:«په جوزجان ولایت کې ۳۰۰ زره جریبه ځمکه تر پوښښ لاندې راولي.»

د تړوني شرکت استازی احمد مسعود څرګندوي:«دغه کانال په یوه ثانیه کې کابو شپږنیم لکه مټره مکعبه اوبه د تېرېدو وړتیا لري.»

د قوش‌تېپې کانال چې ۲۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د بلخ له کلدار ولسوالۍ پیلېږي، د جوزجان له ولایته په تېرېدو د فاریاب تر اندخوی ولسوالۍ رسېږي. بلخ ولایت کې د دغه کانال د لومړي فاز د چارو له بشپړېدو وروسته، د یاد کانال کار د جوزجان ولایت په شپږو برخو کې پیل شوی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان بیا په دې اند دي، چې د قوش‌تېپې کانال په بشپړېدو سره به، افغانستان د کرنې په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالقاهر وايي:«دا څرګنده ده چې نه یوازې د جوزجان او ګاونډیو ولایتونو خلکو ته کفایت کوي، حتا د دې امکانات شته چې له هېواده بهر ته هم غنم صادر شي.»

له دې سره هم‌مهاله، د جوزجان د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې‌، د دې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او د کرنیزو حاصلاتو کچه به په بې ساري ډول لوړه شي.

د جوزجان اوسېدونکي وزیر محمد وویل:«په هغه اندازه چې زموږ ځمکې عواید لري په هغه اندازه مصرف نه‌لري غواړو چې نور دولتونه له موږ غنم یوسي.»

د جوزجان اوسېدونکی محمد هاشم هم وايي:«کله چې دغه کانال جوړ شي ټولې دغه ځمکې تر اوبو لاندې کېږي او په دغې سیمه کې کرنه دوام پيدا کوي.»

د قوش‌تېپې کانال هېواد کې د اوبو تر ټولو ستر کانال دی، چې لګښت یې هم شاوخوا شپېته مېلیارده افغانۍ اټکل شوی او د سرپرست حکومت له بودیجې ورکول کېږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه