Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا غونډه جوړه شوه

له پاکستانه راغلي پلاوي د خپل راتګ په دویمه ورځ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ د اسلامي امارت له چارواکو سره غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د سوداګریزو او ټرانزیټي ننګونو، د خبرې وشوې.

نورالدین عزیزي دغه راز ټینګار کوي چې تمه لري، د پاکستاني پلاوي په راتګ سره په وروستیو څو ورځو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیاوې هم پای ته ورسېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي و ویل: موږ په دې هیله یو چې د اغا صاحب راتګ به د اسلامي امارت او د پاکستان د اسلامي جمهوریت ترمنځ ترینګلتیاوې له منځه یوسي، او که نه وي نو راکمې خو یې کړي.

بل پلو، یو شمېر سوداګر ټینګار کوي چې په اوسنیو شرایطو کې له پاکستانه د پلاوي راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په ښه کېدو کې مهم رول لري.

سوداګر زلمی عظیمي و ویل: د دغه سفر موخه دا وه چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې زیاتې شوې وې، او موږ د افغانستان له سوداګرۍ خونې او خصوصي سکټوره هیله لرو چې د پلاوي په راتګ سره ستونزې ژر حل شي.

دغه راز د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې سیاسي ستونزو تل د کابل او اسلام اباد پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی او د افغانستان او پاکستان سوداګریزې اړیکې باید له نړۍوالو اصولو سره سمې وي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مهمند طلوع نیوز ته و ویل: موږ هیله لرو چې زموږ سوداګري له سیاسته جلا وي، او زموږ سوداګري د سوداګرۍ پر اصولو ولاړه وي، ځکه موږ غواړو چې له ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو سره خپله سوداګري پر مخ یوسو.

د شنبې پرورځ د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته په دوه ورځني سفر راغلی او د دغه سفر موخه د سوداګرۍ وده او پراختیا بلل شوې ده.

نورالدین عزیزي ټینګار کوي چې تمه لري، د پاکستاني پلاوي په راتګ سره په وروستیو څو ورځو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیاوې هم پای ته ورسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه