Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بودیجې له تصویب پرته د دولتي کارکوونکو د وري میاشتې معاشونه ورکول کېږي

د کوچني اختر په مناسبت د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې، د دولتي کارکوونکو تنخواګانې د ۱۴۰۳ کال د بودیجې له تصویب پرته ورکول کېږي.

د اسلامي امارت چارواکي وایي چې د ۱۴۰۳ کال بودیجې مسوده چمتو شوې او د توشیح لپاره د اسلامي امارت مشر ته لېږل شوې ده.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل په دې هکله وویل:«د ۱۴۰۳ کال بودیجه تراوسه توشیح شوې نه‌ده او کوچنی اختر هم د را رسېدو په درشل کې دی، د مالیې وزارت د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ د وري میاشتې معاشونه اجرا کوي.»

بل پلو یو شمېر شنوونکي وایي چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اړتیا ده چې، د روان لمریز کال په بودیجه کې بېخ‌بنایي پروژو ته ډېر پام وشي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«هر څومره چې وکړای شو چې په هېواد کې د پراختیايي او پر مختیايي پروژو د خوځښت لپاره بودیجه په پام کې ونیسو او یا د حکومت له خوا ځانګړې کړای شي، له شک پرته چې کولای شي د اقتصادي ودې لامل شي.»
 
اقتصاد پوه سید مسعود هم وايي:«د یوه حاکمیت یا دولت لپاره په حقیقت کې د راتلوونکي کال د حرکت تضمین دی له دې اړخه فکر کوم تېر کال یا په دغو دوو یا درې کلونو کې په افغانستان کې بودیجوي تشه لیدل کېده او دا بودیجوي تشه عبارت ده له پراختیايي او پرمختیايي بودیجې څخه.»

دا په داسې حال کې ده، چې پر هېواد د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلونو بودیجه د هېواد له کورنیو عوایدو ورکړل شوې او یوازې په ۱۴۰۱ کال کې شاوخوا دوه سوه او دیرش مېلیارده افغانۍ د عادي او پراختیایي بودیجې لپاره په پام کې نیول شوې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه