Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جورج ډبلیو بوش موسسې ادعا: ځينې هېوادونه د افغانستان له کانونو ګټه اخلي

جورج ډبلیو بوش موسسې په یوه راپور کې ویلي، د ایران، چین او روسیې په څېر هېوادونه او بهرني شرکتونه د اسلامي امارت له لوري د افغانستان د کانونو له را ایستلو ګټه اخلي.

په دغه راپور کې ادعا شوې چې ګواکی د اسلامي امارت لوړپوړي غړي له دوو هغو چینایي شرکتونو سره چې د تېلو را ایستلو تړونونه یې ترلاسه کړي، نږدې اړیکې لري.

د راپور له مخې، افغانستان د یوه تر ۳ ټریلیونه ډالرو په ارزښت کانونه لري او دمګړۍ د اسلامي امارت له لوري مدیریت کېږي.

د سیاسي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر وویل: « د سیمه ییزو هېوادونو او حتی د نړۍ ګټې هم پکې ښکیلې دي، نو افغان حکومت ته پکار ده چې د دې فکتور په نظر کې نیولو سره د دوامداره اقتصادي ودې لپاره د هېواد طبیعي زیرمې په معیاري او اقتصادي ډول استخراج کړي. »

خو د کانونو او پټرولیم وزارت د جورج ډبلیو بوش موسسې له لوري دغه راپور ردوي او وايي، د کانونو قراردادونه ملي ګټو ته په کتو او په رڼه توګه ورکول کېږي.

د دغه وزارت ویاند، همایون افغان وویل:« موږ راپور ردوو او دا په بشپړه توګه بې بنسټه بولو، د افغانستان کانونه د ملي ګټو پر بنسټ د ازادو داوطلبیو له لارې کورنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکول کیږي او بیا د قرارداد د اصولو له مخې په جدي توګه څارل کیږي.»

له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي، د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د راوېستنې لپاره داسې معیارونه ټاکلي چې، د هېواد په ګټه دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي وویل: « هغه بهیر او داوطلبي چې د کانونو وزارت یې مخ ته وړي، ډېره شفافه ، علمي او  مسلکي ده، انسان باید له حقیقته تېر نشي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو له مخې، تر اوسه له لس میلیارده افغانیو تر ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت د هېواد یو شمېر کانونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه