Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د واخان سړک جوړول؛ دغه اقتصادي لار څه اهمیت لري؟

د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر کابل کې چین له سفیر سره د لیدنې پرمهال په نږدې راتلونکې کې د واخان سړک د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت سرپرست د چین او افغانستان ترمنځ د اقتصادي پراختیا برخه کې د واخان سړک ارزښت ته په اشاره ویلي، د دغه سړک لومړنۍ چارې په چټکۍ روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به بشپړې شي.

د یاد وزارت ویاند نورالهادي عادل ویلي، چین ډاډ ورکړی چې له اسلامي امارت سره د پراختیایي پروژو په تطبیق او واخان سړک په جوړول کې همکاري کوي.

ښاغلي عادل و ویل: «د افغانستان اسلامي امارت د کلیو پراختیا وزارت له لوري، د واخان د تاریخي لارې چارې د چین تر پولې په خامه شکل روانې دي، چې اوس مهال د اختر په مناسبت دغه چارې درېدلي دي، وروسته له اختره به د یاد سړک چارې بیاځلي پیلیږي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا افغانستان لپاره د نویو سوداګریزو شریکانو په پیدا کولو کې د واخان سړک اړین بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند طلوع نیوز ته و ویل: « افغانستان په وچه کې پروت یو هېواد دی او ضرورت لري چې له خپلو ټولو ګاونډیو سره په ځانګړې توګه له هغو ګاونډویو سره چې هغه په اقتصادي لحاظ لوړ اهمیت لري، روابط ټینګ کړي نو له دې امله د اقتصادي اړیکو ټنیګښت لپاره د واخان هوایي دهلیز یوه مهمه او سټراټیژیکه اقتصادي لاره ده.»

اقتصادي شنونکي بیا په دې باور دی چې چین په افغانستان کې د کاري فرصتونو پیدا کولو په موخه د بیخ بنسټه او پراختیایي پروژو په برخه کې کلیدي هېواد دی.

اقتصاد پوه سید مسعود طلوع نیوز ته و ویل: « که دا وڅارل شي او په جدي توګه مدیریت شي، ډېرې ښې پایلې به ولري، او د دې سربېره کورني او سیمه ییز باورونه رامنځ ته کوي او افغانستان له ټولې سیمې سره نښلوي.»

له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ویلي و، له چین سره د واخان دهلیز جوړول، د افغان-ټرانس پروژې عملي چارو پېلېدل او د لا ډېرو کانونو کېندل په ۱۴۰۳ کال کې د اسلامي امارت لوړې موخې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه