Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د برېښنا پر کموالي د کارخونه لرونکو نیوکه

د کابل په صنعتي پارکونو کې ځينې کارخونه‌لرونکي په خپلو کارخونو کې د برېښنا له کموالي شکایت کوي.

هغوی وايي چې یوازې د ورځې په لړ کې هغوی ته برېښنا ورکول کېږي او د شپې له لوري نه‌شي کولای تولید ولري.

کارخونه لرونکي خال محمد تاجیک وویل:«که‌چېرې ۲۴ ساعته برېښنا وي، کار، تولید او کاري زمینه به ډېره وي. موږ له اسلامي امارته غواړو چې زموږ برېښنا ۲۴ ساعته کړي.»

د کابل صنعت کارانو اجرايي رییس بصیر ترکی وايي:«د برېښنا له لارې تکس او مالیه د برېښنا د لګښت له پلوه ده. هر سکټور دې ځان ته یو پلان جوړ کړي او هر سکټور ته دې یوه کړنلاره جوړه شي، څو د لګښت په نظر تکس او مالیه ورکړل شي.»

د افغانستان برېښنا شرکت بیا وايي، صنعتي پارکونو ته د برېښنا برابرول یې له کاري لومړیتوبونو دي او په وینا یې دغه اداره هڅې کوي، په کابل کې کارخونو ته ډېره برېښنا ورکړي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي څرګندوي:«زموږ ډېره پاملرنه هم دې ته ده چې موږ خپلو هېوادوالو ته چې د صنعت په برخه کې کار کوي، د هغوی د کار د خوندیتوب او دوام لپاره په منظمه توګه تامین کړو.»

له بل لوري د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رييس طلوع‌نیوز ته وايي، د برېښنا ۷ تر ۸ سلنې مشتریان کارخونه لرونکي دي او په وینا یې د برېښنا شرکت یوه مهمه برخه عواید له همدې تولیدي کارخونو ترلاسه کېږي.

د برېښنا شرکت پخوانی رییس امان‌الله غالب وايي:«برېښنا شرکت ته ډېره مهمه ده چې صنعتي پارکونو ته ډېره او ښه رېښنا ورکړي. خکه برېښنا خپل ۴۵ تر ۵۰ سلنې عواید له صنعتي پارکونو څخه ترلاسه کوي. که‌څه هم د صنعتي پارکونو برېښنا د استوګنځیو پرتله کمه ده؛ خو له دغو پارکونو عواید ډېر دي؛ ځکه د هغوی لګښت ډېر دی.»

د کانونو او صنایعو خونې د معلوماتو له‌مخې، د کابل په صنعتي پارکونو کې شاوخوا ۶۰۰ کارخونې فعالیت لري او په وینا یې که په دوامداره توګه برېښنا ورته برابره شي؛ نو د یادو کارخونو د تولیداتو له ډېرښت سره سره به سلګونه نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه