Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کمال خان بند ودانیزې چارې ۹۹ سلنې بشپړې شوې دي

د اوبو او برښنا وزارت وایي چې د کمال خان بند رغاونې چارې وروستي پړاو ته رسیدلي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یاد وزارت ویاند طلوع نیوز ته وايي چې دغه بند د ۵۲ میلیونه متر مکعبه اوبو ظرفیت لري.

د اوبو او برېښنا وزارت ویاند، مطیع الله عابد و ویل: د کمال خان بند پروژه چې په نیمروز کې موقعیت لري، د اوبو او انرژۍ وزارت له مهمو پروژو ده چې ۹۹ سلنې کارونه یې پر مخ تللي دي. ساختماني چارې یې بشپړې شوې دي. نوموړې پروژه ۶ میګاواټه برېښنا تولیدوي.

په ورته مهال د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې د اوبیزو بندونو جوړول، د کرنیزو توکو د حاصلاتو د زیاتوالي او هیواد کې د وچکالۍ د مخنیوي په برخو کې اغیزمن ګڼي او ټینګار کوي چې د اوبو له مدیریت سره افغانستان له وارداتي هیواد څخه پر صادراتي هیواد بدل شي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال، میرویس حاجي زاده و ویل: د کمال خان بند هم یوه ډيره ښه لاس ته راوړنه ده. ددې ترڅنګ د قوشتېپې کانال، شاه و عروس بند، ان شاالله هیله مند یو او له حکومت مو دا غوښتنه ده چې له هرې لارې او هر مسیره کیږي د کونړ اوبه هم مهار کړي، د کونړ بند هم جوړ شي او په هرڅومره پیسو چې کیږي ځکه د افغانستان اوبه ډیر ارزښت لري ځکه افغانستان کرنیز هېواد دی.

بل لور ته یو شمېر کارپوهان، په هیواد کې د اوبیزو بندونو د جوړولو اهمیت ته په نغوتې د بندونو پر جوړولو او اوبو پر مدیریت لا ډیرې پانګونې باندې ټینګار کوي.

د اوبو د مدیریت چارو کارپوه، نجیب الله سدید په دې تړاو وايي: څرګنده ده چې د اوبو بندونه جوړول ډیر مهم دي. یوازې د برېښنا لپاره نه بلکې دغه بندونه تاسې له وچکالۍ او له سیلابونو هم ژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې د اوبو او برښنا وزارت په روان هجري لمریز کال کې د هیواد د اوبو د بې ځای بهیدو د مخنیوي او په بندونو او چیکډیمونو کې د اوبو د زیرمه کولو په برخه کې د څه باندې ۳۰۰ پروژو له عملي کولو خبر ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه