Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو مياشتو کې يې په افغانستان کې تر ۲۲۰۰ زيات څخه کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.

دغه بنسټ زیاتوي چې له دې ډلې څخه ۱۱۰۳ ښځو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

یو شمېر متشبثې ښځې له مرستندویه بنسټونو غوښتي چې په هېواد کې د مسلکي سوداګرو ښځو ملاتړ وکړي.

زهرا سادات حسیني تر دې وړاندې په یو دولتي بنسټ کې په کار بوخته وه خو د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنیدو راهیسې بې روزګاره شوې ده.

دغه ښځه وایي، له دوو کلونو راهیسې یې له میرمنو د ملاتړ په موخه یو بنسټ جوړ کړی چې شاوخوا ۷۰۰ ښځو ته پکې د لاسي صنایعو په برخه کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري او د زده کړو فرصتونه برابر شوي دي.

د بنسټ مسوولې، زهرا سادات حسیني طلوع نیوز ته و ویل: «که ښځې نه وي، اوس سړي هم نشي کولای چې پرمختګ وکړي. ځکه ښځې د ټولنې نیمه برخه ده. که د ښځو له وړتیاو کار واخیستل شي، یو پرمختللی هېواد به ولرو.»

یو شمېر سوداګرې ښځې بیا وایي، که مالي ملاتړ یې وشي د کورنیو په اقتصادي وده کې یې مثبت اغیز لري.

 متشبثه، نادیه نایاب وايي: «ښځو له محدودیتونو فرصتونه جوړ کړي او په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې کار کوي. دا خپله د پرمختګ لپاره یو ښه فرصت دی.»

یوه بله متشبثه، انیسه احمدي وايي: «د ناوې د کالیو جوړولو په برخه کې کار کوم چې ډيره ښه برخه ده خو لګښت او عواید داسې باید وي چې وکړای شو پرمختګ وکړو، د ناوې کالي ډير لګښت لري.»

بل لور ته د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي چې د روان زیږدیز کال د جنوري میاشتې له پیل راهیسې تر اوسه یې څه باندې یولس سوه ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي و ویل: «موږ د سوداګرۍ په برخه کې ځينې ښځینه متشبثې درلودې چې د ځینو جوازونه ځنډول شوي دي. اوس بېرته فعال دي خو په څومره کچه چې په جمهوریت کې و، هغومره نه دي.»

تر دې وړاندې د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام په یو رپوټ کې ویلي وو چې یاد بنسټ له خپلو شریکانو سره په همکارۍ په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ د ۷۵ زره کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کړی او په ټوله کې یې ۹۰۰ زره کسانو ته د کار فرصتونه برابر کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه